ایران د چهارشنبې په ورځ پر قطر او متحده عربي اماراتو باندې نوي توغندیز او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړل. دا پداسې حال کی ده چې ترکیه هم د ایران د بالستیک توغندي هدف وګرځېده.
د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت وویل چې ځواکونو یې د ایران له لوري د توغول شویو ۱۲۸ بېپیلوټه الوتکو څخه ۱۲۱ الوتکو بریدونه خنثی کړي دي او درې توغندي شنډ شوي دي.
د قطر د دفاع وزارت راپور ورکړ چې د چهارشنبې په ورځ یې د ایران لس بېپیلوټه الوتکې او دوه کروز توغندي وویشتل او له منځه یې یوړل.
د ترکیې د دفاع وزارت وویل چې د ناټو هوايي دفاعي سیستمونو یو بالستیک توغندی ویجاړ کړ چې تر عراق او سوریې له تېرېدو وروسته د ترکیې هوايي حریم ته داخل شوی و. د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د ناټو ویاندې الیسن هارټ وویل چې دغه تړون د ترکیې پر ضد د ایران برید غندي او ټینګار یې وکړ چې د ناټو سازمان له خپلو ټولو متحدینو سره په کلکه ولاړ دی. دا پداسې حال کې ده چې ایران په سیمه کې بې توپیره پر له پسې بریدونه ترسره کوي.
له هغه راهیسې چې د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونه د شنبې په ورځ پر تهران پیل شول، ایران د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو بریدونه کړي دي.
د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډان کین د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د منځني ختیځ هغه هېوادونه چې د ایران له خوا هدف ګرځول شوي د خپل ځان د دفاع په موخه ځواب ورکوي.
جنرال کین وویل: «اردن، بحرین، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر او کویټ ټول د خپلو خلکو د دفاع لپاره د خپلو پوځي وړتیاوو په کارولو، په دقت او زغم سره عمل کوي.»
د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي د چهارشنبې په ورځ قانون جوړونکو ته وویل چې د ایران بریدونه د سیمې د امنیت او ثبات د کمزوري کولو هڅه ده.
د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبداللطیف بن راشد الزیاني په یوه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د «ایران له خوا ددې سرغړونو د درولو لپاره سمدستي او قاطع اقدام» وکړي.
متحده ایالتونو د سې شنبې په ورځ د هغو شپږو سرتېرو له ډلې څخه د څلورو هویتونه خپاره کړل چې د یکشنبې په ورځ هغه مهال ووژل شول کله چې د ایران یوې بېپیلوټه الوتکې د کویټ د الشعیبه بندر په نښه کړ.
فورم \ دبحث خونه