د لاس رسي وړ اتصالات

راشدخان په نړیواله کچه له درېیم مقام څخه اتم مقام ته ښکته شوی


راشد خان په نړیوال جام کې ښه ونه ځلېده
راشد خان په نړیوال جام کې ښه ونه ځلېده

د کرکت د نړیوالې شورا د یوې ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په تازه درجه بندۍ کې راشد خان له دریم مقام څخه اتم مقام ته ښکته شوی دی.

خو د افغانستان بل ځوان توپ اچوونکي مجیب الرحمن بیا په دغې درجه بندۍ کې شپږم مقام خپل کړی دی.

راشد خان د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې ډېر ونه ځلیده او آن د انګلنډ خلاف لوبه کې پرې نړیوال ریکارډ هم جوړ شو.

په دغې لوبې کې د ده په نهو اورونو کې څه باندې ۱۱۰ منډې وشوې.

راشد خان د نړیوال جام په نهو لوبو کې اوه ویکټې اخیستې دي او ۴۱۶ منډې پرې شوي دي. مګر مجیب الرحمن بیا په اوو لوبو کې اوه ویکټې اخیستې او ۲۵۹ منډې پرې شوي دي.

راشد خان د افغانستان ورو توپ اچونکی دی چې په نړیوال جام کې ښه ونه ځلېده.

XS
SM
MD
LG