د لاس رسي وړ اتصالات

په نړیوال جام کې لوبېدونکي افغان لوبغاړي وپېژنئ


د ګلبدین نایب په مشرۍ افغان لوبډله
د ګلبدین نایب په مشرۍ افغان لوبډله

د کرکټ د ۲۰۱۹م نړیوال جام د برتانیا په ویلز او انګلنډ کې کیږي. افغانستان هم د هغو لسو لوبډلو په منځ کې دی چې د دغه نړیوال جام د ګټلو لپاره له سیالۍ کوي.

دا دویم ځل دی چې افغانستان د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې لوبیږي. تېرنړیوال جام په ۲۰۱۵م کې په استرالیا کې و.

په دغه نړیوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي وپېژنئ:

ګلبدین نایب (کپتان)

ګلبدین د افغانستان د لوګر ولایت دی. ۲۸ کاله عمر لري او الراونډر لوبغاړی دی. هم باولینګ کولی شي او هم بېټېنګ. دی تازه د افغانستان کپتان شوی دی. ده تر دې دمه (مۍ۱۷) ۵۳ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دي او ۸۰۷ منډې لري چې پنځه پنځوسیزې په کې شاملې دي. په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۸۲ دي. په باولینګ کې یې هم ۴۳ ویکټې اخیستي دي او په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې، څلور ویکتې اخیستي دي. ده د خپلې کپتانۍ لومړۍ لوبه له سکاتلنډ وکړه او ویې ګټله.

محمد شهزاد محمدي (ویکټ ساتونکی)

۳۲ کلن شهزاد محمدي د ننګرهار ولایت دی. دی د ویکټ کېپینګ ترڅنګ اوپنر/د لوبې پیلوونکی لوبغاړی هم دی. دی لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د افغانستان لپاره یې په ۲۰اوریزو، یوې ورځنیو او څلور ورځنیو لوبو کې سلیزې کړي دي. ده تر دې دمه (مۍ۱۷) ۸۸ یوه ورځنۍ لوبې کړي او په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۱۳۱ دي. پنځه سلیزې او ۱۴ پنځوسیزې لري او ټولې منډې یې ۲۶۱۷ دي.

حضرت الله ځاځی

۲۱ کلن حضرت الله ځاځی د پکتیا دی خو وايي په کابل کې زېږېدلی او همدلته ژوند کوي. دی له شاوخوا دوو کلونو راهېسې د افغانستان په ملي لوبډلې کې لوبیږي. کیڼ لاسی توپ وهونکی اوپنر/د لوبې پیلوونکی لوبغاړی دی. تر دې دمه (مۍ۱۷) یې اووه یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دي. په یوې لوبې کې یې ډېرې منډې ۶۷ دي. یوه پنځوسیزه یې کړې او ټولې منډې یې ۱۶۹ دي. دا اول ځل دی چې نړیوال جام کې لوبیږي.

نور علي ځدراڼ

د خوست ۳۰ کلن ځوان نور علي ځدراڼ د افغانستان اوپنر لوبغاړی دی. ځدراڼ تر دې دمه (مۍ۱۷) ۴۷ یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي او ۱۱۴۸ منډې لري. یوه سلیزه او اوو پنځوسیزې یې کړي دي. دی هم د افغانستان مجرب لوبغاړی بلل کیږي.

رحمت شاه

پنځه وېشت کلن رحمت شاه د پکتیا د زرمت دی. ټولې ۱۹۳۵ منډې یې کړې او په یوې لوبې کې یې تر دې دمه (مۍ۱۷) ډېرې منډې ۱۱۴ دي. څلور سلیزې او ۱۳ پنځوسیزې لري.

حشمت الله شهیدي

څلوروېشت کلن حمشت الله شهیدي د لوګر دی. شهیدي تر دې دمه (مۍ۱۷) ۲۹ لوبې کړي دي او په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۹۷ وې چې د ۲۰۱۸م کې د پاکستان په خلاف وکړې. ده ۷ پنځوسیزې کړي او دا یې لومړی نړیوال جام دی چې په کې لوبیږي. ټولې منډې یې ۸۰۶ دي.

اصغر افغان

اصغر افغان د کابل او ۳۱ کلن دی. ده تر دې دمه (مۍ۱۷) ۱۰۰ لوبې کړې او په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې منډې یې ۱۰۱ دي. یوه سلیزه او ۱۱ پنځوسیزې لري او ټولې منډې یې ۲۰۲۵ دي. دی تر ګلبدین مخکې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان دی.

نجیب الله ځدراڼ

شپږوېشت کلن نجیب ځدراڼ د لوګر دی. دی د حشمت غوندې په کیڼ لاس بېيټنګ کوي. تر دې دمه (مۍ۱۷) یې ۵۵ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دي. په یوې لوبې کې یې ترټولو ډېرې منډې ۱۰۴ دي. یوه سلیزه او اته پنځوسیزې لري. ټولې منډې یې ۱۲۰۱ دي.

سمیع الله شینواری

۳۱ کلن سمیع الله شینواری د ننګرهار دی. دی هم باولینګ کولی شي او هم بېټېنګ، (الروانډر) دی. د افغانستان ملي لوبډلې ته د بالر په توګه راغلی و. شینواري د افغانستان لپاره تر دې دمه (مۍ۱۷) ۸۱ لوبې کړي دي او ۱۷۳۷ منډې لري. تر ټولو ډېرې منډې یې ۹۸ دي، دا منډې یې هم د تېر ۲۰۱۵م په نړیوال جام کې د سکاتلنډ خلاف وکړې. سمیع الله ۱۱ پنځوسیزې لري. په باولینګ کې یې هم ۴۵ ویکټې اخیستې دي او په یوې لوبې کې تر ټولو ډېرې څلور ویکټې اخیستي دي.

ورو توپ اچوونکي

محمد نبي

محمد نبي د افغانستان د لوګر دی او ۳۴ کاله عمر لري. دی الراونډر لوبغاړی دی، هم بیټېنګ کولی شي او هم باولینګ. دی د افغانستان مجرب لوبغاړی دی چې د نړۍ په بېلا بېلو مشهور تجارتي لیګونو کې هم لوبېدلی. نبي تر دې دمه (مۍ۱۷) ۱۱۱ لوبې کړي دي او ۱۱۸ ویکټې یې اخیستې دي. په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې ویکټې څلور دي. دی لومړی افغان دی چې د افغانستان لپاره یې دومره لوبې کړي دي. دی د باولینګ تر څنګ یې ۲۵۶۵ منډې هم کړي او په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۱۱۶ دي. یوه سلیزه او ۱۳ پنځوسیزې لري.

راشد خان

راشد خان ۲۰ کلن او د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ دي. راشد خان د افغانستان او نړۍ په مشهورو لوبغاړو کې شمېرل کیږي. راشد د نړۍ په بېلابېلو مشهورو تجارتي لیګونو کې لوبې کړي دي. راشد خان د افغانستان لپاره تر دې دمه (مۍ۱۷) ۵۷ لوبې کړې او ۱۲۳ ویکټې یې اخیستي دي. دی لومړی افغان و چې په کمو لوبو کې یې ۱۰۰ ویکتې پوره کړي. راشد خان په یوې لوبې کې تر ټولو ډېرې اووه ویکتې اخیستې دي، هغه هم د نړۍ د یو قوي ټیم، ویسټ انډیز، په خلاف لوبې کې واخیستې. دا یې د یوې ورځنیو لوبو لومړنی نړیوال جام دی چې په کې لوبیږي.

مجیب الرحمن

مجیب الرحمن د خوست ولایت دی او ۱۸ کاله عمر لري. دی هم د نړۍ په یو شمېر تجارتي لیګونو کې لوبیږي. مجیب تر دې دمه (مۍ۱۷) د افغانستان لپاره ۲۸ لوبې کړي دي او ۵۱ ویکټې یې اخیستي دي. ده په یوې لوبې کې تر ټولو ډېرې پنځه ویکټې اخیستي دي. دا د افغانستان د ملي ټیم تر ټولو ځوان لوبغاړی دی او دا یې لومړی نړیوال جام دی چې په کې لوبیږي.

تېز توپ اچوونکي

حمید حسن

حمید حسن ۳۱ کلن دی او د ننګرهار دی. حمید حسن تر دې دمه (مۍ۱۷) ۳۳ لوبې کړي دي او ۵۸ ویکټې یې اخیستې دي. په یوې لوبې کې تر ټولو ډېرې ویکټې یې چې اخیستې دي پنځه دي. حمید د افغانستان د ملي لوبډلې یو مجرب لوبغاړی بلل کیږي، خو څو کاله مخکې یې پښه یې ژوبل شوه او ډېره موده لوبډلې کې نه و. تېرنړیوال جام کې هم ولوبېده او دا به یې دویم نړیوال جام وي. وايي له دغه نړیوال جام وروسته له یوې ورځنیو لوبو څخه استعفی کوي.

دولت ځدراڼ:

دولت ځدراڼ ۳۱ کلن او د خوست ولایت دی. ده تر دې دمه (مۍ۱۷) ۷۵ لوبې کړې دي او ۱۰۳ ویکټې یې اخیستې دي. په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې ویکټې چې اخیستي، څلور دي. دی د ۲۰۱۵م په تېر نړیوال جام کې هم و او دا یې دویم نړیوال جام دی.

افتاب عالم

افتاب عالم ۲۶ کلن او د ننګرهار دی. ده تر دې دمه (مۍ۱۷) ۲۲ لوبې کړي او ۳۳ ویکټې یې اخیستې دي. افتاب عالم د ۲۰۱۵م په تېر نړیوال جام کې هم و او دا یې دویم نړیوال جام دی چې لوبیږي. په یوې لوبې کې تر ټولو ډېرې څلور ویکتې اخیستې دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG