د لاس رسي وړ اتصالات

د راشد خان نوم د کرکټ په مشهور نړیوال کتاب کې


راشد خان د شل اوریزو سیالیو غوره توپ اچوونکی دی
راشد خان د شل اوریزو سیالیو غوره توپ اچوونکی دی

د راشد خان نوم او تصویر تېرکال په لومړي ځل په دغه کتاب کې چاپ او راغلي وو.

د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې راشد خان د ۲۰اورونو لوبې تر ټولو غوره بالر ګڼل شوی او همدا لامل دی چې بیا یې هم نوم په دغه کتاب کې خپور شوی دی.

راشد خان په ۳۸ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۷۵ ویکټې اخیستې دي.

راشد هغه افغان لوبغاړی دی چې د آی پي ال او بګ بش په ګډون د نړۍ په ټولو معتبرو شل اوریزو نړیوالو تجارتي لیګونو کې لوبیدلی او ښه ځلېدلی دی.

دا دویم ځل دی چې ویسډن د افغانستان د لوبغاړي راشد خان په اړه معلومات خپروي.

ویسډن مجلې ویرات کولي ته د نړۍ د تر ټولو غوره لوبغاړي لقب ورکړی او هغه یې د خپل نسل تر ټولو ښه منډه جوړونکی یاد کړی دی.

د ویسډن کتاب له ۱۸۶۴ کال راپدېخوا هرکال یو وار چاپیږي او دومره معتبر کتاب دی چې د "کرکټ انجینل" یي بولي، په دې مانا چې د ډېرو مهمو لوبغاړو یادونه په کې کیږي.

دا کتاب په لومړي ځل د انګلنډ د کرکټ یو پخواني لوبغاړي جان ویسډن چاپ کړی و.

XS
SM
MD
LG