د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره درې کپټانان وټاکل


د افغانستان کرکټ بورډ په دریو کټګوریو کې د یو ورځنیو، شل اوریزو او ټیسټ سیالیو لپاره درې نوي کپټانان اعلان کړل.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي د جمعې په ورځ په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې ګلبدین نایب د یو ورځنیو لوبو، راشد خان د شل اوریزو او رحمت شاه د ټیسټ سیالیو د کپټانانو په توګه غوره شوي دي.

د دې ترڅنګ راشد خان د ګلبدین نایب د مرستیال، شفیق الله شفق د راشد خان د مرستیال او حشمت الله شهیدي د رحمت شاه د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

د غوراوي کمېټ مشر دولت خان احمدزی
د غوراوي کمېټ مشر دولت خان احمدزی

دولت خان احمدزي وویل:"موږ او تاسو ټول اوس په دې سره پوهېږو چې د افغانستان کرکټ اوس تغیر شوی دی،باید موږ هم تغیر شوو، د افغانستان کرکټ په تیر حالت کې نه دی پاتي او په تغیر سره مخته تللی دی د افغانستان کرکټ بورډ هم باید د تغیر حالت ته مخکې ولاړشي."

نوموړي زیاته کړه، چې دغه کسان په یادو برخو کې د ښې تجربې له‌مخې د کپټانانو په توګه ټاکل شوي دي.

ښاغلي احمدزي وویل، چې د کپټانانو د تغیر په اړه له تېرو شپږو میاشتو راپدېخوا غور روان و.

په دغه خبري ناسته کې د افغان کرکټ بورډ نوي کپټان ګلبدین نایب وویل، چې هڅه به وکړي نوی ورسپارل شوی مسؤلیت په ښه تګه تر سره کړي.

د افغان کرکټ لوبډلې نوی کپټان ګلبدین نایب
د افغان کرکټ لوبډلې نوی کپټان ګلبدین نایب

هغه زیاته کړه:"دا یو ډېر غټ مسؤلیت دی،انشاءالله په ښه توګه به یې تر سره کومه،هیله من یم چې یو ښه لاسته راوړنه به ولرم."

تر دې مخکې اصغر افغان د څلورو کلونو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپټان و.

  • د سویلې افریقا د تمریناتي کمپ لپاره د لوبډلې اعلان

افغان کرکټ بورډ د دې ترڅنګ نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په هدف د سویلي افریقا د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳کسیزه ملي لوبډله هم اعلان کړه.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر د یادې لوبډلې د اعلان پرمهال وویل، چې افغان کرکټ لوبډله به په سویلې افریقا کې شپږ تمریناتي لوبې تر سره کړي چې د روانې اپرېل میاشتې تر ۲۸ مې نېټې به دوام وکړي.

د کرکټ نړیوال جام لوبې د روان ۲۰۱۹کال په جون او جولای میاشتو کې د انګلستان په ویلز ښار کې تر سره کېږي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي ویلي چې د نړيوال جام لپاره له تېرو څو میاشتو راهیسې تياری پيل شوی دی.

په دغه لوبډله کې شهزاد محمدي،نور علي ځدراڼ،حضرت الله ځاځی،عثمان غني،اصغر افغان،حشمت الله شهیدي،رحمت شاه،محمد نبي،نجیب ځدراڼ،ګلبدین نایب،راشد ارمان،دروېش رسولي،مجیب ځدراڼ،شفیق الله شفق،دولت ځدراڼ، افتاب علم،شاپور ځډراڼ،حمید حسن،کریم جنت،قیس احمد،شراف الدین اشرف،سید شېرزاد او سمیع الله شینواری شامل دي.

ښاغلي احمدزي وویل چې د یادو ۲۳ تنو لوبغاړو څخه به ۱۵ تنه د نړیوال جام سیالیو لپاره غوره شي.

د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ لوبډلې په تېره فبروري میاشت کې نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په هدف له ایرلنډ لوبډلې سره هم پنځه یو ورځنۍ، درې شل اوریزې او یوه څلور ورځنۍ ټیسټ لوبه تر سره کړه.

افغان لوبډلې د غه سیالیو د شل اوریزو لوبو لړۍ او ټیسټ لوبه یې له ایرلنډ څخه وګټل او د پنځوس اوریزو لوبو لړۍ یې مساوي کړل.

افغان لوبډلې له ایرلنډ سره د یادو سیالیو لپاره ۴۴ کسیزه لوبډله اعلان کړې وه.

XS
SM
MD
LG