د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان: افغانستان باید د کرکټ د لا ښه کېدو لپاره یو لوی لیګ پیل کړي


Rashid Khan
Rashid Khan

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو کپتان راشد خان وايي چې د افغان کرکټ د لا پرمختګ او غوړېدو لپاره باید د «افغانستان پریمیر لیګ» سیالۍ پیل شي.

راشد خان د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې ټېنګار وکړ، چې د لوی تجارتي لیګ په پيلېدو سره به د افغانستان کرکټ ډېر پرمختګ وکړي.

هغه د بېلګې په ډول د بنګله دېش یادونه وکړه چې «د شل اوریزو سیالیو له پيل کېدو وروسته یې کرکټ ډېر تغیر» کړی دی.

راشد خان وویل چې د دغه لوی تجارتي لیګ پیلول دومره لویه پانګه نغواړي او په خبره یې افغان کرکټ بورډ په خپلې بودیجې سره یې هم کولای شي.

د افغانستان کرکټ پریمیرلیګ څو کاله مخکې په متحدو عربو اماراتو کې وشو،‌ چې لا یې دویم سیزن نه دی شوی. افغان کرکټ بورډ په یو تازه اقدام کې اعلان کړی چې د دغه لیګ لپاره مالي ملاتړو ته ضرورت لري.

راشد خان وویل چې په دا ډول لویو تجارتي لیګونو کې به افغان ځوان استعدادونه له نړیوالو لوبغاړو او روزونکو سره یو ځای لوبې کوي، نوې تجربې به ترلاسه کوي او له دې لارې به افغان کرکټ ښه استعدادونه پیدا کړي.

هغه وویل چې داسې هېڅ کوم خنډ نه لیدل کېږي چې د دغه لیګ د پیل مخه دې ونیول شي. راشد خان، چې په امریکا کې په «میجرلیګ کرکټ» کې لوبېږي، د افغانستان د کرکټ په یو لړ نورو مسائیلو هم وغږېده.

پوره مرکه یې دلته اورېدلای شئ:

XS
SM
MD
LG