د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کرکټ لوی تجارتي لیګ پیلېږي؛ د راشد خان د یوې لوبې ټول ټکټونه خرڅ شوي


راشد خان د ممبۍ انډینز نیویارک په لوبډلې کې دی
راشد خان د ممبۍ انډینز نیویارک په لوبډلې کې دی

نن پنجشنبه جولاۍ ۱۳ (سرطان۲۲) د امریکا په متحدو ایالتونو کې د میجر کرکټ لیګ په نوم د کرکټ یو لوی تجارتي ‌لیګ پیلیږي، چې د افغانستان د راشد خان په ګډون د استرالیا، انګلنډ، ویسټ انډیز او ځینو نورو هېوادونو یو شمېر مشهور لوبغاړي په کې لوبېږي.

په دغه لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې دي او ۱۹ لوبې به کوي. وروستۍ لوبه یې د جولاۍ په ۳۰ نېټه ده.

د دغه لیګ په ویبسایټ کې د لوبډلو نومونه لاس انجلس نایټ رایډرز، ممبۍ انډینز نیویارک، سان فرانسیسکو یونیکورن، سیاټل ارکاس، تکزاس سوپرکېنګز او واشنګټن فریډم ښودل شوی دي.

اکثریت لوبې یې د امریکا د تکزاس ایالت په ډالاس کې کېږي او یو شمېر نور یې د شمالي کارولینا په ایالت کې هم پلان شوي‌ دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو کپتان راشد خان د ممبۍ انډینز نیویارک په لوبډلې کې دی. راشد خان امریکا غږ ته ویلي چې له بنګله دېش سره د افغانستان د دوو ۲۰ اوریزو سیالیو څخه وروسته به دغه لیګ ته راځي، دا سیالۍ د جمعې په ورځ پیلېږي او د جولاۍ په ۱۷ نېټه ختمېږي.

د راشد خان د لوبډلې دوې لوبې په شمالي کارولینا کې هم پلان شوي دي. د میجر لیګ د ویبسایټ د معلوماتو په اساس، د راشد خان د لوبډلې ممبۍ انډینز نیویارک د جولاۍ په ۲۳ نېټه په شمالي کارولینا کې د واشنګټن فریډم لوبډلې سره لوبه لري.

په دې ورځ دوې لوبې دي او د ویبسایټ‌ په اساس، د دغې ورځې د لوبو ټول عمومي ټکټونه خرڅ شوي‌، خو د ځانګړو څوکیو او ځایونو ټکټونه شته، چې تر عادي ټکټونه قیمت دي. د یو عادي ټکټ قیمت له ۱۵ ډالرو څخه پیلېږي.

په دغه لیګ کې اکثریت پانګوال د هند د لوی تجارتي لیګ آی پي ال مالکان او شریکان دي.

د کرکټ نړیوالې شورا او د امریکا د متحدو ایالتونو کرکټ بورډ دغه لیګ ته رسمي‌ جواز ورکړی دی. د امریکا د دغه لوی تجارتي لیګ هدف په متحدو ایالتونو کې،‌ چې امریکايي فوټبال، بیسبال، هنډبال او ځینې نورې لوبې په کې ډېرې مشهورې دي، د کرکټ وده او پراختیا ښودل کېږي.

متحده ایالتونه د کرکټ ملي لوبډله لري او د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو امتیاز هم لري. دا لوبډله تېره اوونۍ په زمبابوې کې د ۲۰۲۳ کال د کرکټ‌ د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې هم ولوبېده خو دغه جام ته یې لاره ونکړه. د امریکا د کرکټ اکثریت لوبغاړي د هند، پاکستان او ویسټ‌ انډیز دي.

که څه هم په متحدو ایالتونو کې د کرکټ بېلا بېل تجارتي لیګونه کېږي، خو میجر لیګ کرکټ یې تر ټولو لوی او د خپل ټول لومړی دی،‌ چې د مسئولینو په وینا یې میلیونونه ډالر پانګونه په کې شوې دې. د دغه لیګ سیالۍ په یو شمېر ورزشي تلویزونونو کې هم ښودل کېږي او کرکټ په مشهورو ویپاڼو یې معلومات هم خپرېږي.

XS
SM
MD
LG