د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کلورادو په ایالت کې ډزې شوې او یو شمېر خلک ژوبل شوي


د امریکا د متحدو ایالتونو د کلورادو ایالت د دنور په ښار کې د باسکتبال د مینه والو په یوې ډلې، چې د خپلې لوبډلې بری یې نمانځه، ډزې شوې او لس تنه ژوبل شوي دي.

پولیس وايي چې دا پېښه د سه شنبې جون ۱۳ (جوزا۲۳) سهار مهال شوې او پولیسو یو مشکوک کس د برید په تور نیولی دی.

پېښه د امریکا د «ملي باسکتبال ټولنې» د سیالیو په پایلوبې کې د نګیتس او میامي میتس لوبډلو ترمنځ له لوبې شاوخوا درې ساعته وروسته شوې ده. دا لوبه په امریکا کې ډېره مشهوره او محبوبه لوبه ده.

دا لومړی ځل دی چې د نګیتس لوبډله دا اتلولي ګټي، خو پولیسو نه دي ويلي چې د ډزو دا پېښه له دغو سیالیو سره کومه رابطه لري که نه.

پولیسو ویلي دي چې د ریو زخمیانو وضعیت ښه نه دی. چارواکي وايي چې بریدګر هم ژوبل شوی دی.

د پولیسو ویاند دګ شیپمن وویل چې د پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي. په متحدو ایالتونو کې د وسله والو پېښو له کبله وخت ناوخت خلک وژل کېږي او ژوبل کېږي او دا هېواد له دې پلوه ډېر تلفات لري.

د وسله وال خشونت د ارشیف د معلوماتو په اساس، د روان کال په شاوخوا پنځو میاشتو کې په متحدو ایالتونو کې ۲۹۱ د ډزو پېښې شوي او په روان کال کې تر دې دمه شاوخوا ۱۹۰۰۰ کسان وژل شوي.

XS
SM
MD
LG