د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز یو جومات کې ځانمرګي برید ته نړیوال غبرګونونه


د کندز د تیرې ورځې برید سیمه
د کندز د تیرې ورځې برید سیمه

امریکا، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د کندز په یو جومات کې د تیرې ورځې ځانمرګې چاودنه په "سختو" ټکو غندلې دي.

تیره ورځ د کندز مرکز اړوند سید اباد نوم سیمې د اهل تشیع جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کندز ولایت کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي ښودلې ده.

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان د خلکو راتلوونکی له ترور څخه د خوندي کولو حقدار دی"

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د کندز ولایت په یو جومات کې د تیرې ورځې برید «وحشیانه» بللی او غندلی یې دی.

انتونیو ګوتریش ویلي چې د عبادت پر مهال د ملکي وګړو په نښه کول د اساسي بشري حقوقو او له نړیوال بشر دوستانه قانون څخه سرغړونه ده.

عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه د جمعې د ورځې د ماسپښين ۲:۰۰ بجې د سید اباد سیمې د هل تشیع افغانانو په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال وشوه.

یو عیني شاهد د نوم ښودلو په شرط وویل چې د پېښې له ځایه ګڼ مړي او ټپیان روغتونونو ته انتقال شول.

پر همدې مهال په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي ون برندت هم د کندز مرکز په یو جومات کې د تیري ورځې برید «وحشیانه» بللی او د پېښې له قربانیانو سره یې غم شریکي ښودلې ده.

ښاغلي برندت د شنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تلې ۱۷) ویلي چې یاد برید دا ښيي چې تریریزم اوس هم په دغه هیواد کې دوام لري.

دا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د اهل تشیع افغانانو پر جومات لومړنی مرګونی برید و. طالبانو یاد برید «جنایت« بللی او ویلي چې په دې اړه یې خپلې څېړنې پيل کړي او ډير ژر به یې پایلې له خلکو سره شریکي کړي.

په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش-خراسان ډلې ادعا وکړله چې د کندز په ولایت کې د شعیه ګانو په مسجد کې ځانمرګی برید دوي کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د دغه برید او ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې ده چې دا په روانه اونۍ څوم برید دی چې مذهبي ځایونه پکې په نښه کیږي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوال سازمان هم په کندز کې د تیرې ورځې برید په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ملکي خلک باید هیڅکله په نښه نشي او باید هر وخت خوندي وي.

یاد سازمان ویلي چې د سره صلیب ټیم سمدستي د کندز سیمه ییز روغتون ته د جګړې د ټپيانو لپاره ډیزاین شوي طبي توکي انتقال کړل.

XS
SM
MD
LG