د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: له عمران خان څخه مو افغانستان کې د بیا مداخلې تمه نه لرله


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان له صدراعظم څخه یې دا تمه نه لرله چې په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه د دریم ځل لپاره ورته څرګندونې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان تېره ورځ په یوه غونډه کې د درېیم ځل لپاره په افغانستان کې د موقت حکومت وړاندیز یو ځل بیا تکرار کړ.

د بهرنیو چارو وزارت، وايي د صدراعظم عمران خان څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله ده او افغان حکومت یې په کلکه ردوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د شنبې په ورځ (وري میاشتې ۱۷) له امریکا غږ سره مرکه کې له پاکستان څخه وغوښتل چې افغانستان ته د یو خپلواک هېواد په توګه احترام وکړي او په دې اړه د نامسؤلانه څرګندونو څخه ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ هیله من یو چې ښاغلی عمران خان د افغانستان په اړه له غیر مسؤلانه څرګندونو ‌څخه ډډه وکړي او په افغانستان کې د لاس وهنې پالیسي ختمه کړي، د افغانستان ټولو متحدیانو د افغانستان په اړه د عمران خان ورته څرګندونې مخکې هم رد کړي دي."

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان ته د یو خپلواک هېواد په توګه احترام هم د پاکستان او هم د سیمې په ګټه دی.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي عمران خان پرون جمعه په خیبرپښتونخوا ایالت کې یوې غونډې کې د وینا پر مهال، یو ځل بیا دا خبره تکرار کړې چې که افغان مقامات غواړي چې د جمهوري ریاست ټاکنې د سولې د بهیر په یوې برخې واوړي، ښایي دې ته اړتیا وي چې یو موقت حکومت جوړ شي. د ښاغلي خان په وینا "دا مداخله نده بلکې د وروولۍ مشوره ده."

عمران په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه دغه څرګندونې د درېیم ځل لپاره پر داسې مهال کړي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره تېره ورځ پاکستان ته تللی دی.

ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د نورو چارواکو ترڅنګ د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي او د افغان سولې په برخه کې د پاکستان مرستې ستایلې دي.

افغان حکومت د ښاغلي خان د ورته څرګندونو په غبرګون کې د روانې وري میاشتې پر ۸مه نېټه په کابل کې د پاکستان د سفیر مرستیال احضار کړ او له پاکستان څخه یې خپل سفیر هم کابل ته را وغوښت.

په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه د عمران دوهم ځلې څرګندونو ته په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې په خپل ټویټر په کنایه آمیزه توګه لیکلي وو چې د کرکټ یو شمیر تکتیکونه د سیاست په میدان کې مناسب چلند نه‌لري.

XS
SM
MD
LG