د لاس رسي وړ اتصالات

ښوونځیو کې د نجونو د ترانو په ویلو بندیز ته د بشري حقونو کمېسیون غبرګون


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ښوونځیو کې له ۱۲ کلونو پورته عمر لرونکو نجونو باندې د ترانې ویلو بندیز ته په غبرګون کې ویلي چې په ماشومانو باندې د هر ډول بندیزونو وضع کول د بشري حقونو د اصولو، د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون او د افغانستان د قوانینو خلاف دي.

دغه کمېسیون د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۱ (کب ۲۱) په یو بیان کې ویلي چې زده‌کړه، د بیان ازداي او هنري مهارتونو لاسرسی د ماشومانو له لومړنیو حقونو څخه شمېرل کېږي او ټول ماشومان باید ورته د قانون په چوکاټ کې لاسرسی ولري.

په بیان کې راغلي: "د ماشومانو پر حقونو او ازادیو باندې د هر ډول بندیز لګول، د بشري حقونو د عمومي اصولو، د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون او د افغانستان د ملي قوانینو په ځانګړي ډول اساسي قانون او د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون په خلاف دي".

د افغانستان د پوهنې وزارت دولتي او خصوصي ښوونځیو ته لارښونه کړې چې په رسمي غونډو او محفلونو کې په ترانو ویلو کې له ۱۲ کالو پورته عمر لرونکو نجونو د ګډون نه ډډه وکړي.

دغه موضوع هغه وخت جدي شوه چې د کابل د پوهنې ریاست یو مکتوب په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو. په مکتوب کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو مدیرانو او مسولینو ته خبرداری ورکړل شوی چې دې موضوع ته د نه پاملرنې په صورت کې به د سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.

ددې مکتوب په یوه برخه کې راغلي: "د کابل ښار ټولو دولتي، خصوصي او د سواد د زده کړو ښوونځیو ته جدي لارښونه کیږي چې له دې وروسته د اناثو د ترانې ټیمونو ته چې عمر یې له ۱۲ کالو پورته وي په مجلسونو او عمومي پروګرامونو کې د ګډون اجازه ورنکړي."

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې دغه تصمیم د زده کوونکو او د هغوی د والدینو د پرله پسې غوښتنو وروسته نیول شوی او دغه موضوع په ټول افغانستان کې دولتي او خصوصي ښوونځیو ته ابلاغ شوې ده.

د دغه وزارت ویاندې نجیبه ارین د جهارشنبې په ورځ مارچ ۱۰ (کب ۲۰) ویلي چې اوسمهال د لیسو او متوسطو ښوونځیو د درسونو حجم زیات دی او ددغو دورو زده کوونکي نشي کولای د درسونو تر څنګ د "ترانې او سندرو" په ګډون په تشریفاتي پروګرامونو کې ونډه واخلي.

د پوهنې وزارت دغه اقدام په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه پارولي او زیات شمیر کاروونکو پر دغه تصمیم انتقاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG