د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل دشت برچې برید ته غبرګونونه؛ 'د بشري حقونو درناوی وکړئ' 


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د کابل په لویدیځ کې د کاج په تعلیمي مرکز کې د جمعې د ورځې د سهار چاودنې ته د افغانستان په دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.

دا برید نن د جمعې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې ۸) د سهار شاوخوا اوه بجې هغه وخت وشو چې د کابل ښار د ۱۳ حوزې اړوند د کاج د زده کړو په مرکز کې د کانکور ازموینه روانه وه.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي چې پدې برید کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ تنه ټپیان شوي دي. خو عیني شاهدان وایي د مړو او ټپیانو شمیر له دې لوړ دی. خو د کاج تعلیمي مرکز یوې منبع د امریکاغږ ته ویلي چې د دې برید د مړو شمیر ۳۰ ته لوړ شوی دی.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په یوه اعلامیه کې د کاج په تعلیمي مرکز برید په سختو ټکو غندلی او دا برید یې د ټولو اسلامي او انساني اصولو او ارزښتونو په خلاف عمل بللی دی.

ښاغلي کرزي دا برید د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ د دښمنانانو څرګنده دسیسه بللې او ویلي دي چې دا د هیواد د ابادۍ لپاره د افغان ځوانانو د راسخ عزم څخه د ویرې څرګندونه هم کوي.

حامد کرزي په دغه اعلامیه کې د مصیبتونو څخه د خلاصون لپاره د افغانانو ترمنځ په ملي ډیالوګ باندې هم ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ملي پخلاینې د پخوانۍ عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم دا برید په سختو ټکو غندلی دی. ښاغلي عبدالله د خپل ټویټر په پاڼه دد غه برید د غندنې ترڅنګ د پیښې له قربانیانو سره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه پیښه یو لوی وحشت بللی او دا برید یې په سختو ټکو غندلې دی.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، یونیسف، په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت او د برتانیې سفارت د کابل ښار په لویدیځ کې د کاج تعلیمي مرکز کې دننه د جمعې د سهار چاودنه په سختو ټکو سره غندلې ده او ددغې پیښې د قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

یوناما د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو په لړ کې کابل کې نن یوه بله چاودنه شوې ده، "د هزارګانو او شعیه ګانو په سیمه کې په دې ظالمانه برید کې ډیر ملکي تلفات پیښ شوي دي. د ملګروملتونو ادارې دا جنایت غندي او هغوی چې د پیښې له امله د غم په ټغر ناست دي ورسره ژوره خواخوږي څرګندوي".

افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ ددې پیښې په اړه د خپل ټویټر په پاڼه لیکي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې هم په همدې ځای کې د داعش وسله والو له خوا برید شوی و.

ښاغلي بنټ ویلي: "هزارګانو او شعیه ګانو او د هغوی په روزنیزو مرکزونو بریدونه باید پای ته ورسیږي. د افغانستان پر راتلوونکي او نړیوال جنایت دې بند کړئ".

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" هم د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې د کاج په تعلیمي مرکز باندې برید ورته ټکان ورکړی دی.

یونیسف ویلي چې دغه ناوړه برید د ډیرو نجونو او هلکانو ژوند اخیستی او ډیر نور یې سخت ټپیان کړي دي: "د تعلیمي مرکزونو شاوخوا ته تاوتریخوالي هیڅکله هم د منلو نه دي. داسې ځایونه باید د سولې مرکزونه وي چې په کې ماشومان زده کړې وکړی شي او د خپلو ملګرو سره اوسي، د امنیت احساس وکړي او د خپلې راتلوونکي لپاره مهارتونه حاصل کړي".

یونیسف ویلي چې ماشومان او تنکي ځوانان باید هیڅکله د تاوتریخوالي هدف نه اوسي. یونیسف په دغه اعلامیه کې یو ځل بیا په افغانستان کې ټولو ښکیلو خواو ته یادونه کړې، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ساتنې ډاډ دې ورکړي.

په دوحه کې افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شاردافیرې کارن ډکر هم د خپل ټویټر په پاڼه دا پیښه په کلکه غندلې ده او د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

میرمن ډکر ویلي: "له زده کوونکو څخه ډک ټولګي په نښه کول چې په ازموینو بوخت وي یو شرمناک عمل دی. ټول زده کوونکي باید په آرامه فضا کې له ویرې پرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. میرمن ډکر همداشان ویلي چې په دې پېښه کې ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله کوي او له هغو کسانو سره خپله خواخوږي او خواشیني څرګندوو چې په برید کې یې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

افغانستان لپاره د برتانیا شاردافیر هوګو شارټر هم د خپل ټویټر په پاڼه دا پیښه غندلې ده او ویلي دي، چې ټولنې کې د اوسیدونکو ساتنه د هغو وظیفه ده چې په واک کې دي.

ښاغلي شارټر ویلي: "بله جمعه او افغانستان کې د تروریست بل ظلم. د بې ګناه زده کوونکو او لمونځ کوونکو وژل د ټولو دیني اصولو پر خلاف یو د کرکې ډک عمل پرته بل څه نه دي. په ټولنه کې د اوسیدونکو ساتنه د هغو کسانو وظیفه ده چې په واک کې دي". د برتانیې شاردافیر دددې پیښې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

کابل کې د ایران سفارت هم د خپل ټویټر په پانه د کاج په تعلیمي مرکز د جمعې د ورځې تروریستي برید په کلکه غندلی دی.

د دشت برچې اکثر اوسیدونکي د هزارو قومي اقلیت پورې اړوند شیعه مذهبه وګړي دي، د هغه اقلیت وګړي چې په تیرو دوو لسیزو کې د سخت دریځو اسلامپالو په ځانګړې توګه د داعش د بریدونو هدف شوي دي.

XS
SM
MD
LG