د لاس رسي وړ اتصالات

د کار په مارکېټ کې د افغان مېرمنو د ګډون کموالی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، د کرونا ویروس خپرېدو د اغېزو له امله د دغه هیواد د کار په مارکېټونو کې د مېرمنو ونډه کمه شوې ده.

د اقتصاد وزارت مرستیال محمد نبي سروش نن سې شنبه مارچ نهمه (کب ۱۹) د ښځو د پیاوړتیا په ملي کنفرانس کې وویل چې په ۱۳۹۹ کال کې ۱۶،۵سلنه مېرمنو د کار په بازار کې ګډون لاره.

هغه زیاته کړه: "د ۱۳۹۵ کال په نسبت یې لس سلنه کموالی درلود، او لامل یې هم د کرونا ویروس خپرېدل و چې لویو او وړو متشبثینو ته یې لویه ضربه ورسول."

د دغه وزارت شمېرې ښيي چې اوس مهال ۵۳ سلنه افغان مېرمنې په تولید او صنعت، ۱۹ سلنه په کرنې او ۴،۸ سلنه نورې په خدماتي سکتور کې مصروفې دي.

پر همدې مهال د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې د ښځو د مالي پیاوړتیا لپاره یې د ۱۴۰۰ کال په بودجه کې ځینې پروژې په نظر کې نیولي دي.

د دغه وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کریمي وویل چې د دغه پروژو ارزښت ۲،۸ میلیارد افغانۍ دي چې د اختیاري بودجې او نړیوالو کمکونو څخه تمویل کیږي.

کریمي زیاته کړه: "د نویو ښځینه ښوونکو د ګمارنې لپاره ۳۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي چې په کلیو کې دي او پوهنې وزارت په بودجې کې شمېرل کیږي."

د ښځو د مالي پیاوړتيا د کنفرانس تر سره کېدو هدف په دغه برخه کې د ستونزو په ګوته کول او په اقتصادي سکټور کې د افغان مېرمنو د ګډون زیاتوالی دی.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسینه صافۍ وویل: "زموږ د نن ورځې پروګرام په ځانګړي ډول د دې لپاره دی چې موږ په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا د لارې نقشه تعریف کړو."

د افغانستان د نفوس او احوال ثبتولو ادارې د معلوماتو په اساس په دغه هیواد کې د مېرمنو شمېر۱۶،۱ میلیون تنې دي.

XS
SM
MD
LG