د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰زرو ته رسوي


 دا مهال د پولیسو په لیکو کې ۱۲۱۶۷ سرتیري شامل دي
دا مهال د پولیسو په لیکو کې ۱۲۱۶۷ سرتیري شامل دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي چې اوسمهال د پولیسو په لیکو کې د ښځو شمیر ۴۰۰۰ ته رسېږي او تر ۲۰۲۴ به دا شمېره ۱۰زرو ته پورته کړي.

اندرابي چې د سې‌ شنبې په ورځ د مارچ دوهمه (کب ۱۲) ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وینا کوله وویل چې د ښځو د قضیو د حل لپاره د پولیسو په تشکیلاتو کې د ښځو حضور اړین دی.

د هغه په وینا د ښځینه پولیسو د پروګرام سند له نړیوالو همکارانو سره شریک شوی او دا مهال د کورنیو چارو وزارت د دغه پروګرام د تطبیق د لارو چارو په تدوین کار کوي.

نوموړي زیاته کړه: "تر ۲۰۲۴ پورې د پولیسو په لیکو کې تر ۱۰زرو د ښځو د شمیر زیاتول یوازې یوه شمېره نه ده، بلکې د دوی د پوهې کچه، د پولیسو په لیکو کې د دوی رول او ظرفیت او په پولیسو کې د دوی د وضعیت ښه‌والی او د ښې رسیدګۍ لپاره د پولیسو د لیکو په منځنۍ او لوړه کچه کې د دوی ګومارل په دې پروګرام کې شامل دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو په اساس دا مهال د افغانستان په پولیسو کې ۳۳۹۰ یې ښځې دي.

همدا شان د دغه وزارت د ملکي خدماتو په برخه کې ۹۷۴ کار کوونکي فعالیت کوي چې ۴۰ یې ښځې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ښځینه پولیسو ۱۶۲۱ یې په کابل او نورې یې په ولایتونو کې دندې لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو د جذبولو لپاره د خوندي چاپیریال رامنځته کول د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري او امنیتي شرایطو ته په پاملرنې هغو ښځو ته چې د پولیسو په لیکو کې جذبېږي مادي او معنوي امتیازات هم پام کې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG