د لاس رسي وړ اتصالات

د ځنګلونو ساتل؛ امریکا کې ډرون د ونو تخمونه شېندي


د ډرونو په واسطه د تخمونو د شېندلو شرکت وايي د دغه کار هدف یې د ځنګلونو ساتل دي
د ډرونو په واسطه د تخمونو د شېندلو شرکت وايي د دغه کار هدف یې د ځنګلونو ساتل دي

د امریکا په لویدیځ کې په ځنګلونو کې د اورلګېدنو اندېښنو، د واشنګټن د ایالت د سیاټل په ښار کې میشت د تکنالوژۍ یوه شرکت دې ته وهڅاوه چې له ډرونونو څخه په ګټې اخیستو په ځنګلونو کې د ونو د تخم د شیندلو لپاره کار واخلي.

د سیاټل میشټي ډرون سیډ (DroneSeed) شرکت مشر ګرنت کنري په دې هکله وویل: "مونږ له لویو ډرونونو څخه په کار اخیستو، غواړو چې په ځنګلونو کې د ونو تخمونه وشیندو چې ځنګلونه بیرته احیا شي."

ګرنټ کنري په ۲۰۱۵ کال کې د ډرون سيډ شرکت په دې هدف جوړ کړ، چې د ډرونونو په کارولو سره د ځنګلونود بیارغولو پروسه چټکه کړي.

هغه وویل:" مونږ له دودیزو نیالګیو کېنونکو څخه شپږ ځلې زیات کار کوو."

په ځنګلونو کې نیالګي د هغو کارکونکو له خوا کېنول کیږي چې په سختې اونا وارې ځمکې باندې د نیالګیو درنې بستې لېږدوي.

ګرنت کنري وویل: " کوم کسان چې دغه کار کوي اتلان دي، د ډرون له کارولو څخه زمونږ هدف دادی چې دغو کسانو ته د اړتیا وسایل برابر کړو چې ځنګلونه په چټکۍ سره ورغوي."

چټکتیا مهمه ده، ځکه په ځینو سیمو کې مخکې له دې چې د ونو پرځای نور بوټي راشنه شي، باید د ونو تخم وشېندل شي.

خو په ځمکې باندې له لوېدو وروسته د تخم روغ پاتې کېدل اوس هم یوه ننګونه ده، او ډیر تخمونه په نیالیګو ،نه بدلیږي. ډرونونه داسې پروګرام شویدي چې د تخم د کرلو لپاره تر ټولو ښه ځای پیداکړي.

ښاغلی کنري وویل: " مونږ ډرون د LIDAR د سیستم او څوطیفي عکس اخیستنې له وړتیا سره پورته کوو او د ځمکې یوه درې بعدي نقشه جوړوو.

ونږ ټولې الوتنې له مخکې پروګراموو، په دې توګه دوی خپل ټاکل شوي مسیرونه تعقیبوی او له خنډونو ځان ساتي. په دې کار سره کولی شو د تخم د شیندلو لپاره تر ټولو ښه ځایونه پیداکړو."

ښاغلی کنري وايي د هوا په تودېدو او د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د اقلیم په بدلېدو سره چې په ځنګلونو کې د اورلګېدو لامل ګرځي، د دوی د شرکت ماموریت نور اهمیت پیداکوي.

چې ځنګلونه معیاري کړي او د اقلیم د بدلون د ناوړو عواقبو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG