د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران په دوو شبکو بندیزونه ولگول


د ایران او امریکا اړیکې په وروستیو کې زیاتې خرابې شویدي
د ایران او امریکا اړیکې په وروستیو کې زیاتې خرابې شویدي

د امریکا حکومت د ایران په دوو شبکو له دی کبله بندیزونه لگولې دي چې وایي دغه د ایران د حکومت دي او د ایران پوځ د گټو لپاره کار کوي.

د امریکا د خزانې وزارت د چارشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په دغه شبکو کې یې یوه د ایراني تبع حامد دهقان د مشرۍ تر لاندې کار کوي او د امریکا او د نورو نړیوالو بندیزونه نه د ځان پټولو په خاطر یې د هانگ کانگ د یوې کمپنۍ سره کار کاوه.

اعلامیه وایي چې د دغه کمپنۍ هدف د امریکا ټکنالوجي وه.

اعلامیه وایي چې دوهمه شبکه یو بل ایراني تبع سید حسین شریعت چلوي، هغه ایراني پوځ ته د گټې رسولو په خاطر د اتومي وسلو جوړولو لپاره المونیم ترلاسه کول.

د امریکا حکومت وایي چې د دغو دوو شبکو سره د اړیکو په تور یې په نورو کسانو هم بندیزونه لگولي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ په ایران د فشار راوستلو په خاطر په ایران بندیزونه لگولې دي.

د ایران او امریکا اړیکې په وروستیو میاشتو کې زیاتې خرابې شویدي، په خاصه توگه د خلیج په سیمې کې د تیلو په ټانکرونو د بریدونو نه وروسته چې امریکا پرې ایران تورنوي، دغه اړیکې لا نورې خرابې کړیدي.

XS
SM
MD
LG