د لاس رسي وړ اتصالات

اندرابي: د جګړې د شدت سربېره د پولیسو د مهماتو په مصرف کې سپما شوې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي، چې د پولیسو په رهبرۍ کې د ځوانو قوماندانانو په ګومارلو سره، د اعاشې د پیسو او په جګړه کې د مهماتو د بې‌ځایه مصرفولو مخنیوی شوی دی.

مسعود اندرابي د پنجشنبې په ورځ د فبروري په شپږمه (سلواغې ۱۷مه) وویل، چې دغه وزارت کې د ستونزو د لرې کولو لپاره د رهبرۍ په کچه کې د ځوان نسل ګومارنې ته اړتیا درلوده.

د هغه پر وینا د پولیسو ځوانې رهبرۍ په روان کال کې د اعاشې له څانګې څخه شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ سپمولي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز وویل: "دویم بحث د پولیسو د مهماتو محاسبه ده، موږ د تېر کال په پرتله سږکال زیاته جګړه وکړه، خو زموږ ۲۱ میلیونه مهمات لږ مصرف شول".

خو هغه دا څرګنده نه کړه، چې د پولیسو په دغه شمېر سپمول شویو مهماتو کې څه شامل دي.

ښاغلي اندرابي چې د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو په انستیتوت کې "کورنیو چارو وزارت کې د تلپاتې اصلاحاتو د ننګونو او فُرصتونو" غونډې ته وینا کوله وویل، په تېرو کلونو کې د پولیسو د مهماتو په اړه هیڅ محاسبه نه وه شوې، خو ځوانو کدرونو په دې مسلې تمرکز وکړ.

د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د تجهیزاتو او پوځي وسایطو په اړه د محاسبې نشتوالی یو له هغو ستونزو ده، چې په کور دننه او بهر یې په اړه تل انتقادونه شوي دي.

د اروپا اتحادیې له دې وړاندې ویلي وو، چې د امنیتي ځواکونو مهمات او تجهیزات په طالبانو پلورل کېږي او دا ډول فساد د عامو افغانانو د قُربانۍ لامل کېږي.

همدا شان د یو تحقیق پر اساس، چې تېره میاشت خپور شو یواځې د هلمند ولایت په امنیه قوماندانۍ کې څه باندې ۱۲زره سپکې وسلې او له ۱۱۰۰ څخه زیات پوځي وسایط ورک شوي دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني هم د خپل حکومت په لومړیو کلونو کې د کورنیو چارو وزارت د "فساد زړه" بللی وو او د دغه وزارت له چارواکو څخه یې د پراخو اصلاحاتو راوستلو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG