د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیتي سکتور بودجه ۳۲۴ میلیون ډالره کمه شوې ده


د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په هغو دولتي ادارو کې چې تر ټولو زیات مصارف لري د سپما د پروګرام په عملي کولو سره، د دفاعي او امنیتي سکتور په بودجه کې ۳۲۴ میلیون ډالره کموالی راغلی دی.

د دغه وزارت د شمېرو په اساس، د افغانستان د امنیتی او دفاعي سکتور ټوله بودجه ۵.۵ میلیارد ډالره ده، چې له دې شمېرې ۵۰۰ میلیونه یې له ملي بودجې او پاتې یې له بهرنیو مرستو څخه تمویلیږي.

د افغانستان د ماليې وزارت مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۱مه (لړم ۳۰مه) خبریالانو ته وویل، چې تر ټولو زیاته بودجه د افغانستان امنیتي او دفاعي سکتور ته ځانګړې کېږي او دغه راز تر ټولو زیات مصرف هم د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له خوا کېږي.

هغه زیاته کړه: "په راتلونکو دوو کلونو کې موږ د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په تدارکاتو او مالي برخو کې ژور اصلاحات په پام کې نیولي دي، کومه سپما چې موږ سږکال کړې ده دا د یو سم اټکل او د نړیوالو معیارونو د اټکل په اساس شوې ده... خو کوم فساد چې په مختلفو برخو کې موجود دی او کوم ضایعات چې موږ لرو، ورته پلان جوړ شوی دی او په راتلونکو کلونو کې تطبیق کېږي".

د مالیې وزارت د امنیتي سکتور د سپما د کمېسیون مسول فضل‌ وهاب ممتاز امریکا غږ ته وویل، چې د افغانستان د امنیتي او دفاع سکتور له مجموعي بودجې څخه ۶۷ فیصده یې د دفاع وزارت او ۳۳ فیصده یې د کورنیو چارو وزارت ته ځانګړې شوې ده.

په وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو کې سپما د جمهور رئيس غني د فرمان په اساس له فساد څخه د مخنیوي لپاره عملي شوې ده.

ښاغلي ممتاز زیاته کړه، د مالیې وزارت په پام کې لري، چې تر راتلونکو درېیو کلونو پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي سکتور مصارف یو میلیارده راکم کړي.

د نړیوال بانک د راپور په اساس، د هر افغان لپاره د ملي بودجې مصرف چې ۱۳۵ ډالره اټکل شوې ده، ۵۰ ډالره یې په امنیتي سکټور کې مصرفېږي.

XS
SM
MD
LG