د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: یو شمیر افغانان بیرته خپل وطن ته لیږو


د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، هغه افغانان چې بیرته هیواد ته رااستول کیږي، له هغوی سره به د زیربناو د جوړولو په برخو کې مرستې وشي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، هغه افغانان چې بیرته هیواد ته رااستول کیږي، له هغوی سره به د زیربناو د جوړولو په برخو کې مرستې وشي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي چې دغه هیواد ته یو شمیر افغانان د اقتصادي انګیزو له مخې پناه وړې ده او دوی پریکړه کړې چې یو شمیر افغانان بیرته خپل وطن ته ستانه کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرتوماس دي ديميزير افغانستان ته د خپل سفر په پای کې د دوشنبې په ماښام د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر نورالحق علومي سره یو ګډ خبري کنفرانس ته په وینا کې د افغان حکومت د چارواکو سره له خپل هیواد څخه افغانستان ته د یو شمیر افغانانو د ستنولو په باب خبریالانو ته معلومات ورکړل وې ویل چې جرمني ته ډیر ورغلي افغانان د اقتصادي انګیزو له مخې کډه شوي دي.

توماس دي ديميزير وویل " د کډوالو په هکله باید وویل شي چې زیات شمیر چې جرمني ته پناه وړي، د هغوی پناه د امنیتي دلایلو له مخې نه ده، بلکې زیات شمیر د هغوی د افغانستان له شمالي ولایتونو چې هلته امنیتي وضعیت ښه دی او هم یو زیات شمیر نور له ایران څخه راځي او پخپله هغوی وایي چې د امنیتي ګواښونو سره مخ نه وو، بلکې د یو ښه ژوند په لټه کې یې هلته پناه اخیستې ده ".

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل چې که څه هم هیواد یې دغسې کسانو سره انساني خواخوږي لري، خو هغه زیاته کړه چې په جرمني کې د هغوی پاتې کیدل ددغه هیواد د قوانینو سره برابر نه دي.

ښاغلي ديميزير، وویل چې د همدې امله جرمني پریکړه کړې چې یو شمیر افغانان بیرته افغانستان ته ستانه کړي.

هغه وویل " د انسانانو قاچاقبرانو خبرو باندې چې ډیرې پیسې اخلي باور مه کوئ، او دا هم مه منۍ چې هغوی چې جرمني ته ورځي ورته ډیرې پیسې د هرکلي په توګه ورکول کیږي، کور ورکول کیږي او ورته کار امکانات برابریږي او هم ورته د ژوند ډیر ښه امکانات برابریږي، په جرمني کې د اوسیدلو چانس ډیر کم دی، تر هغه ځایه د رسیدلو په لاره خطرونه خورا زیات دي، د همدې امله په اوازو باندې باور مه کوئ ".

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل چې ډیر ژر به په دې هکله د افغانانو د خبرتیا لپاره په افغانستان کې یو کمپاین هم پیل شي.

ښاغلي ديميزير وویل چې هغه افغانان چې له جرمني څخه بیرته ایستل کیږي د افغان حکومت سره د تفاهم له مخې به بیرته خپل وطن ته ستانه شي. د هغه په وینا د بیرته ستنیدونکو افغانانو سره به د زیربناو د جوړولو په برخو کې مرستې وشي.

خو توماس دي ديميزير وویل چې دا مرستې به دومره هم نه وي چې نور افغانان دې ته اړ کړي چې ددغو مرستو د ترلاسه کولو لپاره جرمني ته ځانونه ورسوي او بیرته د ستنیدلو په وخت په افغانستان کې دا مرستې تر لاسه کړای شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو د ستندلو د مسلې په هکله وویل چې دا کار به په جبري توګه نه ترسره کیږي بلکې د ستنیدونکو افغانانو خوښه به په کې شامله وي.

ښاغلي علومي وویل هغوی چې تللي دي د افغانستان د حکومت نظر تل همدا وو چې هغوی سره د قانون له مخې چلند وشي.

ښاغلي علومي وویل "البته په تفاهم لیک کې ترتیبات په پام کې نیول کیږي، هغوی چې پخپله په داوطلبانه توګه چمتو شي چې بیرته افغانستان ته راستانه شي، د کار د ژوند او د اوسیدنې امکانات او ټول شیان ورته برابریږي او زه پوره یقین لرم چې دا د دولتونو ترمنځ کار دی چې ترسره کیږي او یو افغان ددې حق لري چې وغواړي بیرته خپل وطن ته راستون شي او په هرځای کې چې ژوند کوي د قانون په چوکاټ کې به یې له حقوقو دفاع وشي".

د جرمني د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کیدلو په باب وویل چې جرمني عسکر به تر هغې په افغانستان کې باتې شي ترکومې چې افغانان د هغوی شتون ته اړتیا لري.

هغه وویل " مهمه مسله د باور او ډاډ مسله ده او مونږ ناټو غواړو افغانانو ته دا ووایو چې مونږ نه غواړو چې هرکال په دې هکله پریکړه وکړو چې ترڅه وخته مونږ دلته پاتې کیږو، بلکې تر هغې چې اړتیا ده مونږ به په افغانستان کې پاتې شو ".

د جرمني د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په افغانستان کې د سولې د مسلې په هکله نن د دوشنبې په ورځ یې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره اوږدې ګټورې خبري کړي دي.

XS
SM
MD
LG