د کډوالو نړیوال سازمان ( Refugees International) په یو تازه بیان کې له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل ژر تر ژره ودروي او هغوی ته دې د قانوني پاتې کېدو لارې بېرته پرانیزي.
په دغه بیان کې چې د دوشنبې په ورځ د اپرېل په ۱۳مه د دې سازمان په ویب پاڼه کې خپور شوی، راغلي چې پاکستان په وروستیو اونیو کې د افغان کډوالو د ډلهییزو ایستلو بهیر چټک کړی، او دغه سازمان دا کار “غیرقانوني او خطرناک” بللی دی.
بیان زیاتوي چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې تر دې دمه څه باندې ۱۴۶ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي، چې دا شمېر د هغو څه باندې یو میلیونه کسانو سربیره دی چې په ۲۰۲۵ کال کې بېرته ستانه کړل شوي دي.
د راپور له مخې، د مارچ په ۳۱مه د تورخم بندر له بیا پرانیستل کېدو وروسته، د کډوالو د ایستلو بهیر لا چټک شوی دی.
د کډوالو نړیوال سازمان وايي، دا اقدام د پاکستان د حکومت د “ناقانونه بهرنیانو د ستنولو د پلان” برخه ده، چې په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوی و.
دغه سازمان خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته بشري وضعیت سخت خراب شوی، او ښځې، خبریالان، د بشري حقونو فعالان او د حکومت مخالف کسان له جدي خطرونو سره مخ دي.
په بیان کې راغلي چې اکثره افغان کډوال، حتی هغه چې د ثبت کارتونه (PoR) یا د افغان تابعیت کارتونه لري، له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او افغانستان ته هېڅکله نه دي تللي.
د دوی جبري ستنول به نه یوازې هغوی له خپل یوازیني کوره بېبرخې کړي، بلکې ټولنیزې اړیکې او اقتصادي ثبات به یې هم له منځه یوسي.
د راپور له مخې، د ثبت کارتونو د نه تمدید له امله څه باندې ۱.۳ میلیونه افغانان بې اسناده شوي، او نږدې دوه میلیون نور د ایستلو له خطر سره مخ دي.
د کډوالو نړیوال سازمان ټینګار کوي چې دا ډول جبري ستنول د نړیوالو قوانینو، په ځانګړې توګه د “نه شړلو” اصل (non-refoulement)، ښکاره سرغړونه ده.
دغه سازمان همدارنګه اندېښنه ښيي چې ښايي د افغان کډوالو دغه جبري ایستل د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو له خرابېدو سره تړاو ولري، او خبرداری ورکوي چې کډوال باید د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
فورم \ دبحث خونه