د لاس رسي وړ اتصالات

د سیمې قوتونه: افغانستان سره دې ډیره مرسته هغه هیوادونه وکړي چې هلته یې پوځی حضور درلود


د افغانستان سره د مرستې لپاره د مسکو غونډه
د افغانستان سره د مرستې لپاره د مسکو غونډه

د مسکو په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) لسو سیمه ییزو قوتونو د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو د مرستو د یو کنفرانس د جوړیدو د وړاندیز پلوي وکړه چې افغانستان د اقتصادي زوال او د بشري ناورین څخه وژغورل شي.

روسیې. چین، پاکستان، هند، ایران او د منځنۍ اسیا پنځو دولتونو د طالبانو سره یو ځای پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې دې هیواد سره د مرستندویانو یو کنفرانس څومره ژر چې ممکن وي جوړ کړي.

دغو هیوادونو وویل چې دا کار باید وشي او "البته پدې درک سره چې اصلي بار باید د هغو هیوادونو په اوږه وي چې په تیرو ۲۰کلونو کې یې پوځونو پدې هیواد کې حضور درلود."

ددغو لسو هیوادونو او طالبانو څرګندونې متحده ایالاتو او متحدینو ته په زغرده اشاره وه چې د ۲۰۰۱کال د سپتمبر د ۱۱بریدونو وروسته یې په افغانستان یرغل وکړ او د اګست په میاشت کې د هغوی ناڅاپي وتلو دې ته زمینه برابره کړه چې طالبان پدې هیواد کې واکمن شي.

امریکا او غربي هیوادونو پدې غونډه کې ګډون نه و کړی. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس تیره ورځ ویلي وو چې د لوجیستیکي موضوعاتو په دلیل امریکا ونشو کړای چې په دغه غونډه کې حضور ولري.

د اکتوبر د میاشتې په ۱۲ (تلې ۲۰) په ایټالیا کې د جي شلو بډایو هیوادونو په غونډه کې اروپايي ټولنې د افغانستان سره د شاوخوا یو میلیارد یورو بشري مرستو ژمنه وکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش پدې غونډه کې د افغانستان د روانو ستونزو د حل په برخه کې د ملګرو متلونو په رول خبرې وکړې او وویل چې نړیوال هېوادونه نغواړي له طالبانو سره مستقیم روابط ولري. خو نوموړي له غونډې یوه ورځ وروسته ویلي وو چې په افغانستان کې روان بشري بحران د دغه هېواد په ۱۸ میلیون خلکو ناوړه اغیز کړی او دا په داسې حال کې دی چې ژمی هم را روان دی.

د روسیې له لورې د مسکو د غونډې نوښت ددې هیواد د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي.

خو بیا هم ښاغلي لاوروف ویلي چې مسکو به تر هغه د طالبانو دولت په رسمیت ونه پیژنې چې طالبانو واک ته د رسیدو وروسته خپلې ژمنې نه وي عملي کړي. پدغو ژمنو کې د هغه په وینا د سیاسي او قومي پلوه د ټول شموله حکومت جوړیدل شامل دي.

طالبانو ژمنه کړې وه چې د ښځو او لږکیو حقونه به خوندي کوي. خو دا پداسې حال کې دي چې د دوی د حکومت د کابینې ټول غړي نارینه دي او تر اوسه یې د نجونو متوسطه او لیسو زده کړو ته اجازه نده ورکړې.

XS
SM
MD
LG