د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو غونډه: روسیې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې افغانستان سره مرسته وکړي


په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه
په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه

د مسکو غونډه د طالبانو د پلاوي او د لسو نورو هیوادونو د استازو په ګډون سره د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) د مسکو په ښار کې جوړه شوه چې په ترڅ کې یې روسیې د افغانستان سره د نړیوالو مرستو غږ وکړ.

پدې غونډه کې د روسیې، پاکستان، چین، ایران، هند او د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسیا د جمهوریتونو د استازو سربیره د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی و، خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹وویل چې هیواد یې د لوجیستیکي موضوعاتو په دلیل نشي کولای په دغه غونډه کې حضور ولري.

ښاغلي لاوروف د طالبانو د حکومت له لورې د پوځي او سیاسي حالاتو د باثباته کولو لپاره د هغوی د "هڅو" هرکلی وکړ خو وویل چې اوږدمهاله حل لاره د یو ټول شموله حکومت جوړول دي "چې د ټولو قومي او سیاسي ډلو استازیتوب وکړي".

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د غونډې دمخه خبریالانو ته وویل: "مونږ پدې باور یو ددې وخت رارسیدلی چې د نړیوالې ټولنې منابع په کار واچول شي تر څو له کابل سره موثرې مالي بشري مرستې وشي چې د بشري ناورین او [د هغه هیواد څخه] د مهاجرو د سیلاب مخنیوی وشي.»

ښاغلي لاوروف همداشان اندیښنه څرګنده کړه چې افغانستان لاهم باثباته ندی او د داعش په څیر یو شمیر ترهګرې ډلې مرګوني بریدونه ترسره کوي او مخدره توکي لا هم یوه لویه ستونزه ده.

هغه وویل چې طالبان باید په خپلې دې ژمنې پابند پاته شي چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډیو اونورو هیوادونو پر ضد به ګټه وانخیستل شي.

روسي مقاماتو په احتیاط سره په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو په اړه خوشبیني څرګنده کړې خو په عین وخت کې مسکو اندیښنه ښودلې چې ښایي سخت دریځه د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا هیوادونو ته مخه کړي، چیرته چې روسیه سترې پوځي اډې لري.

ښاغلي لاوروف وویل چې: "مونږ د پوځي او سیاسي ثبات لپاره او د دولتي بنسټونو د پرانستلو لپاره د هغوی [طالبانو]هڅې د پام وړ ګڼو."

هغه زیاته کړه چې مسکو د طالبانو د همکارۍ نه راضي دی چې په افغانستان کې یې د روسانو امنیت خوندي کړی او د سفارت چارې یې په ارامه پرمخ روانې دي.

د نن ورځې غونډه د افغانستان د سیاسي او پوځي وضعیت، د ټولشموله دولت جوړیدل او پدې هیواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره په نړیوالې هڅې متمرکزه وه.

پدې ترڅ کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل چې که طالبان غواړي د نړۍ د هیوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شي باید د بشري حقونو په اړه د نړیوالو "انتظار" ته ځواب ووایي.

هغه خبریالانو ته وویل چې د طالبانو استازو ژمنه کړې چې "د حکومتدارۍ او بشري حقونو د بهتره کولو په برخه کې کار کوي." کابلوف وویل: "وګورو."

ښاغلي کابلوف همداشان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو لپاره دې سره لاس ورکړي.

هغه وویل: " د افغانستان نوی حکومت زمونږ ټولو نه خوښیږي، خو په دولت باندې په فشار راوړلو سره مونږ ټولو خلکو ته سزا ورکوو."

پدې ترڅ کې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي هم چې د یو پلاوي په مشرۍ پدې کنفرانس کې برخه اخیستې په خپله وینا کې یې ادعا وکړه چې "په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او ملي حاکمیت بیرته اعاده شوی دی".

ښاغلي حنفي د مسکو د غونډې دمخه وویل چې د افغانستان نوی مشرتابه "له پخوا څخه ټولشموله" و او شاوخوا ۵۰۰زره پخواني مامورین له دوی سره کار کوي.

هغه زیاته کړه چې "مونږ بهرنۍ پوځي مرستو ته اړتیا نلرو، مونږ په افغانستان کې د سولې، بیارغاونې او بیرته میشت کوونې لپاره ملاتړ ته اړتیا لرو."

ښاغلي لاوروف ویلي چې مسکو به تر هغه د طالبانو دولت په رسمیت ونه پیژنې چې طالبانو واک ته د رسیدو وروسته خپلې ژمنې نه وي عملي کړي. پدغو ژمنو کې د هغه په وینا د سیاسي او قومي پلوه د ټول شموله حکومت جوړیدل شامل دي.

د روسیې له لورې ددغې غونډې نوښت ددې هیواد د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي.

طالبانو ژمنه کړې وه چې د ښځو او لږکیو حقونه به خوندي کوي. خو دا پداسې حال کې دي چې د دوی د حکومت د کابینې ټول غړي نارینه او اکثریت یې پښتانه دي او تر اوسه یې د نجونو متوسطه او لیسو زده کړو ته اجازه نده ورکړې.

XS
SM
MD
LG