د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز دیني عالمان خلک د دولت ملاتړ ته هڅوي


یو شمیر دیني عالمان وايي چې باید خلک له اوسني نظام څخه ملاتړ وکړي او د دولت مخالفین باید د پلونو، پلچکونو او نورو عامه شیانو له تخریب څخه لاس واخلي، او د هیواد په جوړولو کې برخه واخلي.

مولوی نعمت الله وايي چې دلارو او پلونو ورانول د یوې سیمې او خلکو د پرمختګ د مخنیوي سبب کیږي، د دولت مخالفین ددې پر ځای چې د خلکو د پرمختګ مخه ونیسي باید له دولت سره سوله وکړي او د سیمې په پرمختګ کې برخه واخلي. ښاغلي نعمت الله امریکا غږ ته وویل " زما پیغام خلکو ته دا دې که چیرته تروریستي عملونه ویني، او هغه خلک ویني چې تخریبي اعمال کوي، سرکونه، مسجدونه او ښوونځي خرابوي، بې ګناه خلک وژني ماشومان او ښځې وژني باید له دولتي ځواکونو سره په تماس کې وي او پرینږدي چې په سیمه کې یې تخریبي کارونه وشي."

یو بل مولوي خیرالدین وايي چې امنیت د یو ټولنې د ملا تیر دی هر چیرته چې امنیت نه وي هلته تمدن او پرمختګ نه شي راتلای نو باید مونږ په خپله ټولنه کې د ورانکاریو مخه ونیسو: " یوې ټولنې د ملا تیر امنیت دی، هره ټولنه کې چې امنیت نه وي هلته هلته فرهنګ، تمدن، او سرمایه نشته، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وايي سوله له لمانځه، روژې، حج او في سبیل الله جهاد څخه غوره ده، ځکه چیرته چې سوله وي هلته علم راځي."

د کندوز علماء بیا د دولت پر مخالفینو غږ کوي چې باید له جګړو لاس واخلي او د سولې له لارې خپلې ستونزې له افغان دولت سره حل کړي چې هیواد یې د پرمختګ پر لور ګام واخلي.

یو بل مولوي محمد عظیم وايي چې جګړه د افغانستان د اوسنيو ستونزو د حل لار نه ده، سیاسي ډلې باید له اوسني نظام سره سوله وکړي د ټول خلک له یو بل سره په ورورۍ ژوند وکړي "جګړه په افغانستان کې د حل لار نه ده، ۳۶ کاله شول چې په هیواد کې مو جګړه روانه ده، باید سوله وشي، که له دې وروسته جګړه کوو مونږ خپله وروسته پاتي کیږو، که وژل کیږو مونږ وژل کیږو، که ورانیږي زمونږ کور ورانیږي زمونږ سرک ورانیږي او زمونږ اولادونه بې تعلیمه پاتي کیږي نو باید ټول یو ځای په سوله کې ژوند وکړو."

د کندوز یو تن مدني فعال صابر یوسفي وايي چې په هره ټولنه کې چې سوله نه وي هلته انسان د ټولنې د پرمختګ لپاره فعالیت نه شي کولای او ورځ تر بلې ټولنه له نورو ټولنو روسته پاتي کیږي: " له سولې پرته انساني ټولنه پرمختګ نه شي کولای، که سوله نه وي انسانان مطمین کیدای نه شي او په راتلونکې باندې مطمین کیدای نه شي نو په دغه وخت کې انسان د ټولنې د پرمختګ لپاره کار نه کوي."

په کندوز کې دیني عالمان او مدني فعالان په داسې وخت کې د سولې او په سیمه کې د جګړو د مخنیوي خبره کوي چې په دې ورځو کې ددغه ولایت خلک د راتلونکي کال لپاره اندیښمن دي.

په کندوز کې یو ځل بیا اوازې خپرې شوي چې په راتلونکي کال کې به د دولت مخالفین يو ځل بیا پر دغه ښار برید وکړي، خو امنیتي مسولین وايي چې دوی به په روان ژمي کې مخالفین وځپي چې د کندوز پر ښار به د برید توان ونه لري.

XS
SM
MD
LG