د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان دیني عالمانو د طالبانو جګړه فتنه وبلله


د کابل ولایت د علماوو شورا د افغانستان د امنتي ځواکونو سره ملاتړ څرګند کړ او د طالبانو جګړه یې فتنه وبلله.

سلګونو دیني عالمانو په کابل کې په یوې غونډې کې د افغانستان د اوسني نظام او امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ د څرګندولو تر څنګ د طالبانو جګړه "فتنه" وبلله.

د دې غونډې نه وړاندې د افغانستان د دیني عالمانو سرتاسري شورا هم د افغانستان د نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی و.

د کابل د دیني عالمانو د شورا مشر مولوي عبدالقادر قانت نن چارشنبه جولای ۷ (چنګاښ۱۶) د دې ولایت د علماوو په غونډې کې وویل چې د طالبانو جګړه باید د اسلام سره ونه تړل شي.

هغه وویل، "د افغانستان او نړۍ دیني عالمانو دا جګړه فتنه بللې او په حقیقت کې دا هماغه فتنه ده چې د خدای پیغمبر ۱۴ سوه کاله وړاندې ویلي وو چې قاتل نه پوهیږي ولې وژل کوي او مقتول نه پوهیږي د څه لپاره وژل کیږي."

دغو دیني عالمانو همدرانګه وویل چې په افغانستان کې اوس مهال "وحشت" روان دی او دا چې روانې جګړې د افغانستان د ولس ټوله شتمني غارت کړیده.

د کابل د علماوو شورا د طالبانو د جګړې شدت "ناورین" وباله او زیاته یې کړه چې په کابل او نورو ښارونو کې هغه کونډې او یتیمان چې د یوې "مړۍ ډوډۍ" د پیدا کولو لپاره په سړکونو کې خیر غواړي، د هغې قربانۍ نښه ده چې د افغانستان ولس یې په روانې جګړې کې ورکوي.

د کابل ولایت د حج او اوقاف د ریاست مشر شیر محمد شیرزادي په غونډې کې وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه هیڅ فاتح نلري او خبرداری یې ورکړ چې د دین په نامه افغانستان باید د "دار الحرب او افغانان مباح الدم"ونه بلل شي".

په غونډې کې دیني عالمانو پدې ټینګار وکړ چې د نظام د ړنګولو پر ځای باید د نظام په اصلاح کولو تمرکز وشي.

غونډې ته د کابل والي محمد یعقوب حیدري طالبانو ته په خطاب کې وویل ، "تاسې د مالکیت حس نلرئ، دا دولت، ملت او هیواد خپل نه بولئ. که یې خپل بولئ، ولې سړک ورانوئ، ولې یې ښوونځۍ ورانوئ، کلینیکنونه یې ولې ورانوئ، او تر ټولو لویه دا چې انسانان یې ولې وژنئ".

تر دې وړاندې د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا هم د طالبانو د دین له پلوه نامشروع او حرامه وبلله.

XS
SM
MD
LG