د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا کې د کورونو کرایې لوړې شوي


د کاناډا په ټورنټو ښار کې د کورونو کرایې نږدې دوه چنده لوړې شوي او د املاکو ځینې مشاورین یې یو لامل دغه ښار ته د زیات شمېر افغان کډوالو ورتګ بولي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، کاناډا شاوخوا ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکي منلي دي.

زیاتره دا کډوال لیواله دي چې د ټورنټو په څیر ګڼ میشتو ښارونو ته لاړ شي چیرې چې ډیر شمېر افغانان له پخوا اوسیږي، ترڅو د هغوی په همکارۍ کاري فرصتونه ولټوي.

د ټورنټو د املاکو ځینې مشاورین وايي د سود د نرخونو د لوړوالي او د نویو ودانیو په جوړولو کې د سستۍ سربیره، له افغانستان څخه کاناډا ته د زیات شمیر مهاجرینو تګ د کورونو کرایې په بې ساري ډول لوړې کړي دي.

د املاکو مشاور عبدالقادر بابک وویل: "د مهاجرینو راتګ په ټورنټو او په ټوله کې په اونټاریو ایالت کې د کورونو دپاره تقاضا زیاته کړې او لامل شوی چې ځینې خلک و نه توانیږي کرایي کورونه ومومي."

په ټورنټو کې د کورونو د کرایې زیاتوالي د نویو راغلو افغانانو لپاره لویه ننګونه رامنځته کړې ده.

محمد مختار چې په دې وروستيو کې له خپلې کورنۍ سره کاناډا ته کډه شوی، په تېر کال کې د کور په کرايه کې ناڅاپه زياتوالى "ملا ماتوونکی" بولي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "هره شپه او هره ورځ کرایه لوړیږي. هغه کور چې موږ په ۱۸۰۰ کرایه کړی و اوس ۲۷۰۰ ته رسیدلی دی."

افغان کډوال حفیظ الله سعید څه باندې یوه میاشت کیږي چې کاناډا ته تللی. هغه وايي، هېڅکله یې فکر نه کاوه چې له داسې ستونزې سره به مخ شي، ځکه په تېرو دوو میاشتو کې په ټورنټو کې د کورونو کرایې نږدې دوه برابره لوړې شوې دي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "لګښتونه د هغو پیسو په پرتله ډیر زیات دي چې موږ ته د کور د کرایې او نورو لګښتونو دپاره راکول کیږي. دوی موږ ته د میاشتې ۲۰۰۰ ډالر راکوي او زه یوازې د کور کرایه ۲۵۰۰ ډالر ورکوم."

په ټورنټو کې د څو میاشتو راهیسې یو شمیر نوي افغان کډوال د کرايي کورونو د نشتوالي له امله په هوټلونو کې ژوند کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG