د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا: د ۲۰۲۳ تر پایه ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکي منو


 د کاناډا د ټورنټو پییرسن نړیوال هوایی ډګر ته له رسیدو وروسته،یو افغان پناه غوښتونکی له خپلې کورنۍ سره
د کاناډا د ټورنټو پییرسن نړیوال هوایی ډګر ته له رسیدو وروسته،یو افغان پناه غوښتونکی له خپلې کورنۍ سره

د کاناډا دولت وايي چې هغه هدف ته چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه پوري به ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکې دغه هېواد ته انتقال کړي، نږدې شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشتې کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، کاناډا ژمنه وکړه چې ۴۰ زره هغه افغان پناه غوښتونکې چې د طالبانو په رژیم کې یې ژوند په خطر کې وي، کاناډا ته انتقال کړي. کاناډا تر اوسه ۳۶ زره افغان پناه غوښتونکي دغه هېواد ته انتقال کړي دي.

د کاناډا د مهاجرت، کډوالۍ او تابعیت ادارې یوه ویاند امریکا غږ ته وویل: "کاناډا د ۲۰۲۳ کال تر پایه د نږدې ۴۰زره افغان پناه غوښتونکو د بیا میشتیدنې په برخه کې چې په نړۍ کې د بیامیشتیدو یو له سترو پروګرامونو څخه دی، په خپلې ژمنې کلک ولاړ دی."

د هغو افغان پناه غوښتونکو په منځ کې چې تر اوسه په کاناډا کې میشته شوي دي، له ۱۰ زرو څخه زیات هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له کاناډايي موسسو او ادارو سره کار کړی دی. ددې برسیره، ۱۶ زره نور بیا هغه مېرمنې او د مدني ټولنې فعالین دي‌ چې د کاناډا د بشردوستانه مرستو د پروګرام له لارې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

په ورته وخت کې، په کاناډا کې د بیا میشتیدنې لپاره د نږدې ۱۸ زره افغانانو غوښتنلیکونه لاهم د کاناډا او نړیوالو غیر دولتي ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) لخوا تر غور او کتنې لاندې دي.د بیا میشتیدنې پروګرام د افغانستان او دریم هېواد څخه د چارټر شوي او سوداګریزو الوتنو له لارې ترسره کیږي.

د کاناډا د مهاجرت، کډوالۍ او تابعیت ادارې ویاند وویل: "اوسنی وضعیت پیچلی او ننګونې خورا زیات دي.دا چې یو پناه غوښتونکی افغان د هغه د غوښتنلېک تر منلو وروسته څومره ژر کاناډا ته لیږدول کیږي، په بیلا بیلو لاملونو پورې اړه لري چې ډیری یې زموږ له واکه څخه بهر دي."

هغه وویل چې په ځینو برخو کې د الوتکو د چارټر پروګرام له ځینو جدي ستونزو سره مخامخ دي، ځکه د نوموړي په خبره، په هر هېواد د تګ او راتګ شرایط توپیر لري.

پداسې حال کې چې کاناډا اوس مهال په افغانستان کې هیڅ ډپلوماټیک ماموریت نلري، د نړۍ په بیلا بیلو هېوادونو کې ددغه سفارتخونو کې د ویزې څانګې مسوولینو ته لارښونه شوې چې د روان کال تر پایه پورې د ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکو د راوړلو هدف ته د رسیدو په موخه د غوښتنلیکونو بهیر باید ګړندی کړئ."

د کاناډا د مهاجرت، کډوالۍ او تابعیت ادارې د رپوټ پر بنسټ، ددغه ادارې د نږدې درې میلیارډه ډالر بودیجې څخه،‌ ۸۰ میلیونه ډالره یې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د افغانستان د مالي برنامې د تمویل لپاره ځانګړې شوې ده. همدا راز ددغو پیسو یوه برخه یې په کاناډا کې د کډوالو د بیا میشتیدو د بیلا بیلو پروګرامونو څخه د ملاتړ لپاره بیل شوي دي.

افغان ښځې

د کاناډا دولت له خوا نیمایي افغان پناه غوښتونکې مېرمنې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په سیستماتیکه توګه د دوی د بنسټیزو حقونو څخه د هغوي د بې برخې کولو له امله، په کاناډا کې منل شوي دي.‌د بشري حقونو ډلې وايي، افغانستان د سخت دریځو طالب اسلامپالو تر واکمنۍ لاندې، له جنسیتي توپیر سره مخامخ دی.

د کاناډا د بیا میشتیدو بشردوستانه پروګرام په سر کې ښځینه رهبران، د بشري حقونو مدافعان، مذهبي او قومي لږکۍ، خبریالان او "ال جي بي ټي کیو"‌ ځای لري او چارو د مسوولینو په وینا،‌ دغه ډله کسان یوازې هغه مهال په کاناډا کې منل کیږي‌ چې غوښتنلیکونه یې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره او دوو اروپایي بشري حقونو ټولنو لخوا راجع شوي وي.

په افغانستان کې د ښځو لپاره د کاناډا د ښځو د یوې غیردولتي موسسې اجرائیوي مشرې لورین اوټس، امریکا غږ ته وویل" ښځې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي. د نوموړې په وینا، کاناډا او نور هغه هیوادونه چې افغان کډوال مني باید ښځې "یوازې د جنسیت پر بنسټ" ومني.

امریکا او اروپايي هېوادونو هم په تېرو ۲۰ میاشتو کې لسګونه زره افغان کډوال منلي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته، د امریکا متحدو ایالتونو نږدې ۱۲۴ زره افغانان ددغه هېواد څخه بهر ته انتقال کړي دي. د امریکا د کورني امنیت وزارت په حواله، له دغه ډلې څخه نږدې ۷۷ زره تنه د بشردوستانه پروګرام په چوکاټ‌کې په دغه هېواد کې میشته شوي دي.‌

په ورته وخت کې د امریکا د کورني امنیت یوه ویاند د جنسیت پر بنسټ د هغو افغانانو د میشته کېدو په اړه چې متحدوه ایالتونو ته په مشروط‌ ډول راوړل شوي دي، ‌پوښتنو ته له ځواب ویلو څخه ډډه وکړه.‌

د کډوالو په نړیوال سازمان کې د ښځو د حقونو یوې مدافع،‌ ډیون کون امریکا غږ ته وویل، چې د افغانانو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په P-1 او P-2 پروګرام کې د افغان میرمنو لپاره ځانګړې پاملرنه شوې نه ده.‌

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلنیکن چې د مارچ په میاشتې کې یې د استازو جرګې یوې فرعي کمېټې ته خبرې کولی وویل چې هغه "شخصا ژمن دی چې له هغو کسانو سره خپلې ژمنې پلي کړي کوم چې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو تر څنګ ولاړ وو".

په دې اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "د دې کسانو [په افغانستان کې د متحده ایالتونو ترڅنګ ولاړ وو] د بیا میشتیدو بهیر په چټکۍ سره دوام لري او دا زموږ له لومړیتوبونو څخه شمېرل کیږي."

د امریکا د متحدو ایالتونو وروسته، کاناډا دویم هېواد دی چې د افغانستان د مخکني حکومت تر سقوط وروسته، لسګونه زره افغان پناه غوښتونکې مني.‌ کاناډا وايي، هغه ژمنې ته چې په ۲۰۲۱ کال کې یې دغه هېواد ته د ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکو د راوړلو په موخه کړې وه،‌ د ۲۰۲۳ کال تر پایه به ورسیږي.‌

XS
SM
MD
LG