د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو راستنېدل وځنډول شول


د کډوالو عالي‌کمېشنري وایي تر امر ثاني پورې یې له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر ځنډولی
د کډوالو عالي‌کمېشنري وایي تر امر ثاني پورې یې له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر ځنډولی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي‌ کمېشنرۍ د سه شنبې په ورځ (مارچ ۱۷) اعلان وکړ چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر یې افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر ځنډولی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي‌ کمېشنرۍ له هغو افغان کډوالو سره ځینې مالي مرستې کوي چې په خپله خوښه له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستنیږي. د دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا بهیر تر امر ثاني پورې ځنډول شوی دی.

اعلامیه وایي‌ چې دغې ادارې د پاکستان په اذاخیل، نوشهره، خیبرپښتونخوا، بلالي او په کوټه بلوچستان کې خپلې ادارې تړلي او همدغه راز په افغانستان کې یې هم هغه څانګه تړلې چې له پاکستان څخه ورتلونکو افغان کډوالو ته یې نقدې پېسې ورکولې.

په پاکستان کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مرستیال لاین هال وویل: "موږ د اوس لپاره د هغو افغان کډوالو بېرته ستنېدو بهیر ځنډولی چې په خپله خوښه افغانستان ته ځي. دا کار مو د دې لپاره کړی چې د کرونا ویروس په ختمولو او مخنیوي کې د نړیوالو هلو ځلو او په دغه برخه کې د پاکستان د هر اړخیزو پلانونو سره مرسته وکړو."

د کروناویروس له کبله افغانستان ته په خپله خوښه د ورستنېدونکو کډوالو شمېر هم کم شوی دی. په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې یوازې نهه کورنۍ په خپله خوښه له پاکستان څخه افغانستان ته بېرته ستانه شوي‌دي.

پاکستان له افغانستان سره هم خپلې دروازې تړلي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د چارواکو په وینا دا مهال څه باندې ۱.۴ میلیون ثبت شوي افغان کډوال په پاکستان کې اوسیږي. دوی ته د پاکستان حکومت د کډوالۍ رسمي اسناد ورکړي دي.

له ۲۰۰۲ راهېسې شاوخوا ۴.۴ میلیون افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په ایران کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله له دغه هیواد څخه یوازې تېره ورځ ۱۷۰۰۰ افغان کډوال راستانه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند رضا باهر نن سې شنبه کب۲۷مه امریکا غږ ته وویل چې د یادو کډوالو له ډلې ۱۳۵۰۰ یې د هرات اسلام قلعه بندر او پاتې ۳۵۰۰ نور د نیمروز بندر له لارې هیواد ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG