د لاس رسي وړ اتصالات

تېره ورځ له ایرانه ۱۷زره افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي


افغان راستنېدونکي کډوال
افغان راستنېدونکي کډوال

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په ایران کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو راستنېدو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

دغه ورازات وايي، یوازې تېره ورځ له ایران څخه (۱۷۰۰) افغان کډوال راستانه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند رضا باهر نن سې شنبه «کب۲۷مه» امریکا غږ ته وویل چې د یادو کډوالو له ډلې ۱۳۵۰۰ یې د هرات اسلام قلعه بندر او پاتې ۳۵۰۰ نور د نیمروز بندر له لارې هیواد ته راغلي دي.

ښاغلي باهر زیاته کړه چې د دغه کډوالو زیاته برخه پخپله خوښه هیواد ستانه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس په روانه کب میاشت کې ټول ټال نژدې ۹۰زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین بلخي هم روانه اونۍ وویل چې په ایران کې تر دا مهاله لس افغان کډوال د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

بلخوا د افغانستان روغتیا وزارت له ایران څخه افغانستان ته د کډوالو ستنېدو پرمهال په دغه هیواد کې د کرونا ویروس پراخېدو په اړه اندېښنه ښي.

تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۱۳ یې یوازې په هرات ولایت کې دی.

د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې په کرونا ویروس اخته شوي کسان ټول له ایران څخه هیواد ته راغلي دي.

ایران تر چین وروسته دوهم هیواد دی چې د کرونا له امله پکې زیات کسان مړه شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن سې شنبه خبریالانو ته وویل چې تر دا مهاله په روغتیايي مرکزونو کې د کرونا ۲۸۱مشکوکو پېښو معاینات تر سره شوي چې ۲۲ یې مثب ثابت شوي او پاتې ټول یې منفي دي.

نن سې شنبه په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ثبتېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG