د لاس رسي وړ اتصالات

یو پخوانی امریکایي پوځي ایرانۍ محکمې محکوم کړ


مایکل وایټ
مایکل وایټ

یوې ایراني محکمې د امریکا د سمندري پوځ یو پخواني سرتیري مایکل وایټ محکوم کړی، خو د حکم جزییات ندي په ډاگه شوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د سمندري قواو دغه پخوانی پوځي مایکل وایټ د تیرې جولایي په میاشت کې په ایران کې ونیول شو او تر اوسه بندي دی.

د ایران د مشهد ښار څارنوال غلام علي صادقي د ایران تسنیم خبري اژانس ته ویلي دي چې د وایټ په ضد د محکمې "حکم صادر شوی" دی.

ښاغلي صدیقي ویلي چې د مایکل وایټ په اړه "امنیتي تورونه هم شته، خو د هغه څرگندونې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ میاشتې له اعلامیې سره توپیر لري چې ویلي وو ښاغلی وایټ د امنیتي او یا جاسوسۍ له تورونو سره ندی مخامخ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو مرستیال حسین پناهی‌آذر، تیره اونۍ وویل چې د مایکل وایټ نیول د یو شخصي شکایت له مخې شوي او په کې د جاسوسۍ او امنیتي مسایلو خبره نشته.

میکل وایټ لومړنی امریکایي دی چې د دونالد ټرمپ د جمهور رئیس کیدو راهیسې په مشهد کې بندي شوی. ښاغلي ټرمپ د تهران په ضد سخت کمپاین پرمخ بیایي چې د امریکا په گډون د شپږو لویدیځو هیوداونو او ایران ترمنځ د اټومي موافقې نه وتل په کې شامل دي.

د ښاغلي وایټ کورنۍ وایي وایټ ایران ته تللی و چې خپله ملگرې وگوري. هغه د خپلې ایرانۍ ملگرې سره د انټرنیټ له لارې اشنا شوی و، خو ایران ته له تگ وروسته په عمدي توگه بندي کړای شوی او د هغوې په وینا شکنجه شوی دی.

د هغه مور جو ان وایټ د جنورۍ په میاشت کې د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي وو چې ښاغلی وایټ د سرطان ناروغۍ تر درملنې لاندې دی او ویره یې څرگنده کړې وه چې هغه به اوږدمهاله زندان ونشي زغملی.

لږ تر لږه پنځه نور امریکایان هم په ایران کې بندیان دي چې یو یې ٨١ کلن سوداگر باقر نمازي دی چې د دوو کلونو راهیسې په توقیف کې دی. باقر نمازي او زوی یې سیامک نمازي چې دواړه د "ایران له دښمن سره په همکارۍ" تورن شوي په لس کاله زندان محکوم شوي دي او له درې کالو راهیسې په زندان کې دي.

ایران پخوا هم غربیان او دوه تابعیت لرونکي کسان توقیف کړي وو چې په مذاکراتو کې د نفوذ لپاره ترې گټه واخلي.

کاران وفاداري او میرمن یې آفرین نیساري چې ایراني الاصله امریکایان دي هر یو یې په ترتیب سره په ٢٧ او ١٦ کاله بند محکوم شوي دي.

چینایي الاصله امریکایي ژیو وانگ هم په ایران کې په لس کاله بند محکوم شوی دی. لبنانی نزار زکاي چې په امریکا کې دایمي استوگن او د انټرنیټ د آزادۍ فعال دی هغه هم په ایران کې په ١٠ کاله بند محکوم شوی دی.

د امریکا د فدرالي پلټنو د ادارې یا اف بي آی پخوانی کارکوونکی رابرت لوینسن، هم د ٢٠٠٧ کال د مارچ د میاشتې راهیسې په ایران کې بندي دی. خو ایران ادعا کوي چې هغه په ایران کې نشته.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت دغه امریکایان چې په ایران کې بندیان دي بې گناه گڼي او وایي هغوی په ایران کې "یرغمل شوي زندانيان" دي.

امریکایي مقاماتو تل ایران د خلکو په ځانگړې توه د امریکایانو په "یرغمل کولو" تورن کړی دی او له تهران نه یې غوښتي چې هغوی خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG