د لاس رسي وړ اتصالات

بنیت په افغانستان کې د ښځو او نجونو د روغتیا د حقونو په اړه راپور ورکوي

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېت
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېت

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیت پاکستان ته له وروستي سفر وروسته په اېکس ټولنیزې شبکې کې په یوه خپاره کړي پیغام کې وویل چې هغه د شورا د ۶۱مې غونډې لپاره چمتووالی نیسي او خپل راپور به د فبرورۍ په ۲۶مه وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه چې دی به یوه شفاهي وینا هم واوري او هغه څه به پکې روښانه کړي چې ده د بشري حقونو په برخه کې د اندېښنې وړ وروستی وضعیت بللی دی.

ټاکل شوې ده چې دغه راپور په افغانستان کې د ښځو او نجونو د روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي موضوع وڅېړي. دا هغه مسئله ده چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبان بیا واک ته ورسیدل او د ښځو پر زده کړو، کار او د تګ راتګ پر ازادۍ یې پراخ بندیزونه ولګول، نړیوالو پام یې هم دې مسلې ته اړولی دی.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵ کال په خپله ۶۰مه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه له ځانګړي راپور ورکوونکي څخه وغوښتل چې د یو هر اړخیز او متقاطع چلند په لرلو سره د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یو راپور چمتو کړي. ټاکل شوې ده چې دا راپور د ۲۰۲۶ کال په فبروري او مارچ په میاشتو کې د بشري حقونو شورا ۶۱مې غونډې ته وړاندې شي.

د مدني ټولنې له فعالانو، حقوقي کارپوهانو او نورو اړونده لوریو سره تر سلا مشورو وروسته، ځانګړي راپور ورکوونکي پریکړه وکړه چې دا راپور به د روغتیا د حق، او په ځانګړې توګه روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي په وړاندې پر خنډونو او ننګونو باندې متمرکز وساتي.

وړاندې کیدونکی رپوټ د هغو معلوماتو پر بنسټ برابر شوی چې ځانګړي راپور ورکوونکي د غړو هیوادونو، د ملګرو ملتونو له ادارو او کارپوهانو، نړیوالو سازمانونو، د مدني ټولنې له سازمانونو، د بشري حقونو له راپور ورکوونکو مدافعینو، طبي متخصصینو، روغتیایی خدماتو وړاندې کوونکو، اکاډمیکو شخصیتونو، کارپوهانو او نورو اړونده لوریو څخه غوښتي و چې د دې موضوع په اړه خپل معلومات په ليکلې بڼه ده ته ورواستوي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ کال کي په رسمي بڼه بنیت افغانستان ته د تګ څخه منع کړ او ادعا یي درلودله چې هغه د طالبانو په قول د "تبلیغاتو" له کبله افغانستان ته د سفر اجازه نه لري.

د بنیت پدې رپوټ کې به ځانګړې قضیې یا مثالونه هم بیان شي او د روغتیا حق ته په لاسرسي یا ترې ګټه اخیستلو کې د ښځو او نجونو لپاره اوسنۍ ننګونې روښانه کړي او دا چې د افرادو، کورنیو او ټولنو د روغتیا او هوساینې د تضمین لپاره کومو سیستمونو، بنسټونو، خدماتو یا شرایطو ته اړتیا ده. ددې تر څنګ د عامه روغتیایی اسانتیاو، توکو او خدماتو، او د وقايوي روغتیایی پروګرامونو شتون، لاسرسي او کیفیت په اړه به هم معلومات پکې شامل وي.

تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي و چې افغانستان د میرمنو دپاره خوندي هیواد ندی او ددې ادارې په قول چی په افغانستان کی د میندو د مړینې کچه ۵۰ سلنه لوړیدای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG