د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي سوریې زرګونه بندیان اعدام کړي او سوځولي


امریکا وایي دا هغه زندان دی چې د سیاسي بندیانو مړي په کې سوځول شوي دي
امریکا وایي دا هغه زندان دی چې د سیاسي بندیانو مړي په کې سوځول شوي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشارالاسد په حکومت تور لګولی چې زرګونه سیاسي بندیان یې اعدام کړي او بیا د مړو په بټیو کې داسې سوځولي چې هېڅ ثبوت یې پاتې نشي.

واشنګټن وایي چې د سوریې رژیم هره ورځ د سادنیا په پوځي زندان کې ۵۰ بندیان اعداموي او بیا د ډېرو مړي سوځي. دا زندان د دمشق د شمال په ۵۴ کیلو مېترۍ کې دی.

د منځني ختیځ لپاره د امریکا یو لوړ پوړي ديپلومات سټوارټ جونیز د بشارالاسد حکومت تورن کړ چې د ایران او روسیې په فعال رول سره "د وحشت یوې بل پوړۍ کې" یې هم قدم کېښود. اسوشیتډپرس وايي شاید د امریکا د حکومت لپاره دا ډېره سخته وي چې په دې اړه کره او قوي شواهد وښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو تجارتي سټلایت په واسطه ځیني اخیستل شوي تصویرونه خپاره کړي چې په کې یو زندان کې دننه یوه خونه ښودل شوې او ویل شوي چې دا هماغه خونه ده چې سیاسي بندیان په کې د مړو په بټیو کې سوځول شوي دي.

ښاغلي جونیز وویل چې دا تصویرونه له ۲۰۱۳ کال راپدېخوا اخیستل شوي خو دا په دې مانا نه ده چې دا زندان دې د مړو د سوځولو ځای وي، مګر په دوامداره ډول په کې مړي سوځول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دغې ادعا مخکې د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په میاشت کې راپور ورکړ چې د سوریې حکومت په څلورو کلونو کې ۱۳۰۰۰ کسان اعدام کړي دي او بیا یې په ډله ییز ډول تر خاورو لاندې کړي دي.

په سوریې کې جنګ ورځ تر بلې پیچلې کیږي، روسیه او ایران د سوریې د رژیم او د رژیم د پلویانو ننګه کوي خو امریکا او متحدین یې بیا د سوریې د رژیم او د رژیم ضد وسله والو تر شا ولاړ دي.

هلته داعش هم فعاله دی او ځینې سیمې یې نیولې دي. د ټرمپ اداره وايي د سوریې حکومت په دغه هېواد کې اوږدمهال ثبات راوستلی نشي.

امریکا څو اونۍ مخکې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم پر پوځي تاسیساتو کروز وتوغول او دغه رژیم یې د ولسي خلکو په وژلو تورن کړ. په یو بل اقدام کې سپينې ماڼۍ پرېکړه کړې چې په سوریه کې د داعش د ځپلو لپاره کردي جګړه ماران مجهز کړي چې دا کار د ترکیې اندېښنه پارولې ده.

په سوریه کې له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا ۴۰۰۰۰۰ کسان وژل شوي او پر دې سربېره میلیونونه نور یې کډوال شوي.

XS
SM
MD
LG