د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې د اوربند په اړه د امریکا، روسیې او اردن موافقه


تیلرسن وایي په دغه سیمه کې د اوربند ټینگیدل څرگندوي چې امریکا او روسیه کولای شي د سوریې په قضیه کې گډ کار وکړي
تیلرسن وایي په دغه سیمه کې د اوربند ټینگیدل څرگندوي چې امریکا او روسیه کولای شي د سوریې په قضیه کې گډ کار وکړي

د امریکا متحده ایالات، روسیه او اردن د سوریې په جنوب کې پر اوربند په ټینگیدو موافقه وکړه.

امریکایي او روسیې مقاماتو د جمعې په ورځ ددې خبر په اعلان سره وویل چې ټاکل شوې دغه اوربند د یکشنبې په ورځ د دمشق پر وخت د غرمې په ١٢ بجو ټینگ شي.

د سوریې په یوه جنگي سیمه کې د اوربند په ټینگیدو باندې موافقه په هامبورگ کې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین له کتنې وروسته اعلان شو.

ټرمپ او پوتین د لومړي ځل لپاره د جمعې په ورځ د جرمني په هامبورگ کې د جي-٢٠ ډلې د سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، وویل هغه سیمه چې ټاکل شوې اوربند په کې ټینگ شي د اردن په امنیت هم اثر کوي. هغه دغه سیمه د سوریې د جگړې یو "ډیر پیچلی" ډگر وگاڼه.

ښاغلي تیلرسن وویل په دغه سیمه کې د اوربند ټینگیدل څرگندوي چې امریکا او روسیه کولای شي د سوریې په قضیه کې گډ کار وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف، وویل چې د اوربند موافقه همداشان د بشري مرستو رسولو ته زمینه برابروي او په سیمه کې د یاغیانو اړیکه د څارنې د هغه مرکز سره ټینگوي چې د اردن په پایتخت کې جوړیږي.

په دې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په کلي توگه په سوریه کې د امریکا او روسیې هدفونه "په بشپړه توگه" یو ډول دي.

روسیه د ایران ترڅنگ د بشارالاسد د رژیم ملاتړې ده په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات په سوریه کې د یو شمیر یاغي ډلو ملاتړ کوي چې د بشارالاسد پرزول غواړي.

XS
SM
MD
LG