د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي رسنۍ: د کروناوېروس ضد واکسین د نومبر په لومړۍ نیټه وېشل کېږي


د امریکا د امراضو د کنټرول او مخنیوي مرکز د متحده ایالاتو ۵۰ ایالتونو، حوزو، او څو سترو ښارونو ته د یوې کړنلارې په لېږلو سره ویلي چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو دوه ورځې مخکې به د نوامبر په لومړۍ نېټه د کروناوېروس ضد واکسین ووېشل شي.

دغه مرکز په یو یاداشت کې چې د اګست په میاشت کې یې والیانو ته استولی، د هر ایالت له روغتیایي ادارې څخه یې غوښتي چې د خپل واکسیناسیون د پروګرام طرحه د اکټوبر تر لومړۍ نیټې پورې چمتو کړي.

د مکلاچي نشراتي موسسې لومړی ددغه لیک جزئیات خپاره کړل او وروسته نورو رسنیو دا خبر خپور کړ.

د بلومبرګ خپرونې خبر ورکړی چې د امراضو د کنترول او مخنیوي د مرکز مسولینو تر اوسه ددغې کړنلارې په اړه تبصره نده کړې.

د رسنیو د راپورنو له مخې، په هغه لیک کې چې ددې مرکز رئیس رابرټ ردفیلډ د اګست په ۲۷ لیږلی راغلي دي چې په نژدې راتلونکې کې به هغوي د مککین سن د شرکت له لوري د واکسین د تطبیق جواز ترلاسه کړي.

دغه شرکت ایالتونو، روغتیایي مرکزونو او روغتونونو ته د واکسین د ویشلو مسولیت لري.

د اسوشېټډ خبري آژانس د روغتیایي ادارو په حواله خبر ورکړی چې ایالتونه د واکسین د توزیع، مدیریت او د سلګونو زرو دوزه واکسین د ساتلو لپاره د کارکوونکو، بودجې او د واکسین په هکله د خلکو د پوهاوي پرسونل له کمبود سره مخامخ دي.

اسوشېټډ خبري آژانس لیکلي چې امریکا د کروناوېروس ضد واکسین د تولید لپاره د څه دپاسه لس میلیارد ډالر د ورکولو ژمنه کړې خو د واکسین د ویشلو او استفادې لپاره یې کومه بودجه نده ځانګړې کړې.

امریکا چارواکو ویلي چې د واکسین د پراختیا، تولید او مساوي ویش په نړیوال نوښت کې برخه نه اخلي ځکه چې پدې کار کې د روغتیا نړیوال سازمان مشرتابه رول لري.

همدا اوس د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د کروناویروس ضد څه دپاسه ۱۶۵واکسینونه تر آزماېښت لاندې دي چې ددې جملې نه ۲۷ واکسینونه پر انسان باندې د ازمایلو په پړاو کې دي او یواځې څو واکسینونه د تطبیق وروستي پړاو ته رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG