د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ویروس د احتمالي واکسین بیه ۴۰ ډالره وټاکل شوه 


تړون هغه مهال عملي کیږي چې واکسین په بشپړ توګه جوړ او لازمه نتیجه ورکړي.
تړون هغه مهال عملي کیږي چې واکسین په بشپړ توګه جوړ او لازمه نتیجه ورکړي.

له دې وروسته چې د متحده ایالتونو دولت د فایز درمل جوړونې شرکت سره د کرونا ویروس د سلو میلیونو واکسینونو تړون لاسلیک کړ د یادو واکسینونو د هر یو بیه یې ۴۰ ډالره تعیین کړه.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ دا تړون به هغه مهال عملي شي چې واکسین په بشپړ توګه جوړ او لازمه نتیجه ولري.

د دغه تړون په اساس به پنځوسو میلیونو امریکایانو ته واکسین چمتو شي.

جرمني درمل جوړوونکي شرکت بایوان تک هم تېره چهارشنبه ویلي چې د امریکا دولت ورسره هوکړه کړې چې له فایز او له دوی نه چې په کډه دغه واکسین جوړوي وپیري.

د امریکا دولت به هر واکسین په ۲۰ ډالره اخلي او هر کس اړ دی چې دوه دورې واکسین شي تر څو اغېزه یې ښکاره شي.

دا لومړی ځل دی چې د کرونا ویروس د واکسین بیه په رسمي توګه په ډاګه کیږي.

د انفلوینزا واکسین هم ورته بیه لري او ډېره شمېر په دې باور دي چې د کویډ-۱۹ ناروغۍ پر ضد اغېزمن دی.

د کرونا ویروس جوړوونکو شرکتونو د روانې زېږدیزې میاشتې په لومړیو ورځو کې وویل چې پر ۴۵ کسانو د دوی ازمایښتي واکسین هیله بخښونکی و.

د روانې زېږدیزې میاشتې په ورستیو کې به یاد شرکتونه خپله بله څېړنیزه دوره پلي کړي او داځل به ډېر شمېر کسان واکسین شي.

په دې جوپې کې به د واکسین په ګټورتوب او ضرر نه رسولو باندې ډېر پام وي او که لازمې پایلې ترې واخیستل شي نو واکسین به د تاییدېدو پړاو ته ورسیږي.

تر هغه چې روغتیايي څېړنې ثابته نکړي چې جوړ شوی واکسین ګټور او بې له صحي تاونه څخه دی، واکسین جوړوونکي پیسې ترلاسه کولی نشي.

په ټولې نړۍ کې یو شمېر حکومتونه او درمل جوړوونکي شرکتونه پر شااوخوا ۱۵۰ بېلابېلو برنامو بوخت دي تر څو د کویډ-۱۹ ناورغۍ پر ضد واکسین جوړ کړي.

د کرونایروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن شنبې تر ورځې جولای ۲۵مه (زمري ۴) په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۶۳۹۷۰۴ تنه مړه شوي او څه باندې ۱۵ میلیونه نور ورباندې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG