د لاس رسي وړ اتصالات

نانسي پلوسي د ایراني مظاهره کوونکو پر وژلو اندېښنه وښوده


د امریکا د استازو د مجلس رئیسه نانسي پلوسي
د امریکا د استازو د مجلس رئیسه نانسي پلوسي

د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس رئیسې د ایران په وروستیو اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو په شمیر باندې د اندیښنې په څرگندولو سره ویلي چې ایرانیان باید د غچ اخیستنې له ډاره پرته خپل غږ اوچت کړای شي.

د امریکا د استازو د مجلس رئیسې نانسي پلوسي د یکشنبې په ورځ نومبر ٢۴ په پخپل ټویټر ولیکل: "د ایران د امنیتي ځواکونو په واسطه د څه دپاسه ١٠٠ اعتراض کوونکو د وژلو رپوټونه د اندیښنې وړ دي".

میرمن پلوسي پدې باندې په ټینگار سره چې ایرانیان باید د غچ اخیستنې له ډار پرته وکړای شي خبرې وکړي، لیکلي دي: "ایران باید سمدستي بشپړه انټرنیټ ته لاسرسی ولري او اجازه ورکړي چې ټول خپلې غوښتنې بیان کړي".

له دې دمخه د امریکا د جمهور رئیس پخوانی مرستیال او د راتلونکي کال جمهوري ریاست ته دموکرات نوماند جو بایډن هم په یو ټویټري پیغام کې د ایران د حکومت په سخت چلند انتقاد وکړ او د ایراني اعتراض کوونکو سره یې همدردي څرگنده کړه.

ښاغلي بایډن لیکلي: "زمونږ زړونه د ایراني اعتراض کوونکو له کورنیو سره دي، چې تیره اونۍ یې ژوند له لاسه ورکړ. ایرانیان د ټولو نورو ځایونو د خلکو په څیر باید دا حق ولري پرته له دې چې د خپل دولت له ظالمانه برید سره مخامخ شي او انټرنیټ څو ورځې قطع شي سوله ییزې مظاهرې وکړي. نړۍ دا (حالات) څاري".

د ایران خلکو د حکومت له خوا د تیلو د بیې د لوړولو او د تیلو د ځیره کولو د اقدام په وړاندې اعتراضونه وکړل او حکومت د اعتراضونو د مخنیوي لپاره انټرنیټي خدمات تقریباً په بشپړه توگه بند کړل.

د رپوټونو له مخې د پولیسو په ډزو کې تر اوسه ١١٥ اعتراض کوونکي وژل شوي دي او په سلگونو تنه بندیان دي.

د ایران د سپاه پاسداران د قوماندان مرستیال ویلي چې بلوا کوونکي او "اشرار" یې نیولي او هغوی به محاکمه کړای شي.

XS
SM
MD
LG