د امریکا په متحدو ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند دونالډ ټرمپ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره بیا د خپل رسمي کاندید په توګه اعلان کړ.
د اسوشیتډپرس د راپور په اساس د جمهوري غوښتونکو ګوند د ښاغلي ټرمپ برحاله مرستیال مایک پنس هم په ټاکنو کې د ولسمشر د مرستیال په توګه کاندید کړی دی. ښاغلي پنس د خپل ګوند د غړو څخه مننه وکړه.
د جمهوري غوښتونکو کنوانسیون د ولسمشر ټرمپ لپاره ډېر مهم بلل کیږي. کنوانسیون نن دوشنبه اګست ۲۴مه (وږی ۳مه) پیل شي.
د جمهوري غوښتونکو د ګوند استازي د شمالي کارولینا په شارلېټ ښار کې راټولیږي.
د غونډې ځینې برخې حضورې دي او زیاتې برخې یې په انلاین ډول تنظیم شوې دي.
د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي به د امریکا په روانو چارو، کورنیو او بهرنیو تګلارو او نورو مسایلو باندې خپل دریځ بیان کړي. د غونډې په ترڅ کې ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د خپل کاندید په صفت رسمآ اعلان شو.
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په درېیمه نېټه کېږي.
ولسمشر ټرمپ به هم په دغه کنوانسیون کې ویناوې کوي او بیا به د خپل ګوند له لوري د کاندیداتورۍ غوښتنه رسماً مني.
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د دغه هېواد دوه لوی ګوندونه دېموکرات او جمهوري غوښتونکي هر ځل همداسې ملي غونډې جوړوي.
پدغو غونډو کې سیاستوال په خپلو لاس ته راوړنو او را روانو پلانونو او تګلارو خبرې کوي، ګوند رسماً خپل ګاندید اعلانوي او بیا یې د کامیابېدو لپاره ټاکنیز کمپاینونه پيلوي.
د جمهوري غوښتونکو د ګوند تر ملي کنوانسیون څو ورځې مخکې د دموکرات ګوند څلور ورځنی ملي کنوانسیون ختم شو. دېموکراتانو جوبایډن د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره خپل کاندید اعلان کړ او کاملا هریس یې مرستیاله کاندیده شوه.