د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ افغانستان کې د عسکرو کمول خپله لاس ته راوړنه بولي 


ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ د فاکس له تلویزون سره مرکه لرله
ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ د فاکس له تلویزون سره مرکه لرله

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې تازه مرکې کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شمېر کمول په خپلو لاس ته راړونو کې شمېرلي دي.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ، اګست ۱۷مه (زمري۲۷مه) د امریکا د فاکس له ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل: "له افغانستان څخه خپل عسکر راغواړو او دا کار روان دی. ډېر کم شمېر یې هلته پاتې. له عراق او سوریې څخه مو خپل عسکر راوویستل."

همدارنګه، ولسمشر ټرمپ په عراق او سوریه کې د امریکا د پوځي حضور کموالی، د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژل، د نړۍ د قدرتونو او د ایران ترمنځ د اتومي تړون نه تصدیقول، او د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځ د دېپلوماتیکو اړیکو عادي کول د خپلې کاري دورې ځینې نورې مهمې لاسته راوړنې بللې دي.

هغه ټینګار کړی چې حکومت یې په "منځني ختیځ کې سوله راوړې."

ښاغلي ټرمپ څو ورځې مخکې د HBO ټلوېزیون سره د یوې مرکې په ترڅ کې وو چې د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو پورې به په افغانستان کې د امريکايي پوځیانو شمېر د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ وي. د ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په درېیمه نېټه کېږي.

امریکا د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۹ په قطر کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې واشنګټن په ۱۳۵ ورځو کې له په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر د پام وړ راکموي او له تړون وروسته به په ۱۴ میاشتو کې د امریکا ټول عسکر له افغانستان څخه وځي.

د دغه تړون یوه مهمه برخه دا وه چې افغان حکومت به د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او طالبان به د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کوي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي.

افغان حکومت څه باندې ۴۶۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او د پاتې بندیانو د خوشې کولو لپاره یې لویه جرګه وبلله او جرګې هم ومنله چې دا بندیان باید خوشې شي.

د دوشنبې په ورځ د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ‌وویل چې ځینې هېوادونه د "شپږ یا اوه" بندیانو د خوشې کېدو په اړه اندېښنه لري.

فرانسې او اسټرالیا ویلي هغه طالبان باید پرېنښودل شي چې په افغانستان کې یې ددغو هېوادونو اتباع وژلي دي.

XS
SM
MD
LG