د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ، د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو د لومړنۍ مناظرې د بحث موضوع وه


په متحده ایالاتو کې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د ټاکنو په لړ کې د جمهوري غوښتونکي ګوند اته کاندیدانو د چهارشنبې په شپه اګست ۲۴ (وږي دوهمه) په لومړنۍ تلویزیوني مناظره کې ګډون وکړ.

د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو په دې دوه ساعته مناظره کې د اقتصاد، اقلیمي بدلونونو، د جنین سقط او امریکا د بهرنیو سیاستونو برسېره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه چې یو ځل بیا ولسمشرۍ ته کاندید دی، تاوده بحثونه وشول.

ټرمپ په دغه منظره کې ګډون نه درلود خو په یوې تلویزیوني مصاحبه کې یې د خپلو پلانونو ننګه وکړه. نوموړي د "ټروت سوشل" په ټولنیزه شبکه کې په خپور کړي یو پیغام کې ادعا کړې چې د ولسمشرۍ یوه بریالۍ دوره یې تېره کړې، په خلکو کې شهرت لري او له همدې کبله د نورو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو په مناظره کې برخه نه اخلي.

ځینو نوماندانو، لکه د ټرمپ پخواني مرستیال مایک پنس او د نیو جرسي پخواني والي کریس کریسټي، وویل چې ټرمپ باید اساسي قانون ته د سپکاوي له کبله د بیا ولسمشر کیدو حق ونلري.

د جنوبي کارولینا پخوانۍ والۍ او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې نیکي هیلي وویل: "ټرمپ د امریکا منفورترین سیاستوال دی. موږ په دې ډول ټولټاکنې نه شو ګټلای."

په دې مناظره کې نوماند ویوک راماسوامي، چې په وروستیو نظرپوښتنو کې یې ملاتړ زیات شوی، د ټرمپ پلوي وکړه او هغه یې "د یوویشتمې پیړۍ د تر ټولو ښه ولسمشر" په توګه یاد کړ.

د ولسمشرۍ نورو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو وویل چې د بایډن په حکومت کې د عدلیې وزارت د ټرمپ محاکمه د سیاسي وسلې په توګه کاروي.

ډونلډ ټرمپ په څلورو قضیو کې تورن ګڼل شوی چې په کې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د بدلولو هڅه شامله ده. خو هغه تل دغه تورونه رد کړي او پدې باور دی چې دغه تورونه د خلکو په منځ کې د هغه ملاتړ نور هم پياوړی کوي.

د ټاکنو په اړه په نظرپوښتنو کې ټرمپ د خپل نږدې جمهوري غوښتونکي سیال، د فلوریډا والي ران ډیسانتیس، څخه ۴۰ سلنه وړاندې دی او د پاتې جمهوري غوښتونکو کاندیدانو بری له ۱۰ سلنې څخه کم بلل شوی دی.

د مناظرې په پیل کې ټولو کاندیدانو د جو بایډن پر اقتصادي تګلارې نیوکې وکړې. دوی د بایډن د حکومت لوړ لګښت یاد کړ او په ځانګړي ډول، کاندید ټیم سکاټ ادعا وکړه چې د بایډن د اقتصادي پلان له کبله د امریکايي کورنیو د پیرودلو توان د کاله ۱۰ زره ډالر کم شوی دی.

د امریکا د بهرنۍ تګلارې موضوع که څه هم د مناظرې په اصلي موضوعاتو کې شامله نه وه، خو د بحث په یوه برخه کې نیکي هیلي او ویوک راماسوامي له یو بل سره پرې خبرې وکړې.

راماسوامي له اوکراین څخه د امریکا د ملاتړ په اړه پوښتنې وکړې او ویې ویل چې چین د روسیې په پرتله امریکا ته لوی ګواښ دی. خو د نیکي هیلي په ګډون یو شمېر نورو کاندیدانو د روسیې د یرغل په خلاف اوکراین ته د ملاتړ له برابرلو څخه ننګه وکړه.

د جمهوري غوښتونکو وروستی کاندید به د راتلونکي کال د جولای له ۱۵ څخه تر ۱۸ پورې د ویسکانسن په میلواکي کې په یوه غونډه کې وټاکل شي تر څو د دغه کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر جو بایډن سره سیالي وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG