د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو یو ځل بیا د کابل ځینو برخو کې کور په کور تلاشي پیل کړې ده


د کابل ښار ځینې اوسیدونکي وايي چې دغه تلاشي تراوسه تر ډیره د کابل ښار په شمالي سیمو په ځانګړي ډول د دغه ښار په ۱۱، ۱۵ او ۱۷ حوزه کې ترسره شوې ده، چې لا هم په دغو سیمو کې دوام لري.
د کابل ښار ځینې اوسیدونکي وايي چې دغه تلاشي تراوسه تر ډیره د کابل ښار په شمالي سیمو په ځانګړي ډول د دغه ښار په ۱۱، ۱۵ او ۱۷ حوزه کې ترسره شوې ده، چې لا هم په دغو سیمو کې دوام لري.

د کابل د ښار ځینې اوسیدونکي وايي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د نږدې یوې اونۍ راهیسې ددغه ښار په ځینو برخو کې کورپه کور تلاشي پیل کړې چې لا هم روانه ده.

ددغو ښاریانو په وینا دغه تلاشي تراوسه تر ډیره د کابل ښار په شمالي سیمو په ځانګړي ډول د دغه ښار په ۱۱، ۱۵ او ۱۷ حوزه کې ترسره شوې ده، چې لا هم په دغو سیمو کې دوام لري.

احمد فرهاد (مستعار نوم) چې په راپور کې د امنیتي دلایلو له مخې د خپل اصلي نوم له څرګندونو ډډه کړې امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال د کورونو د تلاشۍ بهیر د "ذاکرین" سیمې ته چې د خیرخانې مینې د کوتل د سر سیمه کې پروت دی رسیدلی دی.

احمد فرهاد چې د خیرخانې د کوتل د سر د سیمې اوسیدونکی دی وویل چې د کورونو د تلاشۍ په بهیر کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو په لسګونو کسان برخه لري. د کابل ښار ددغه اوسیدونکي په وینا د طالبانو وسله وال "د خلکو د اجازې پرته" د هغوی کورونو ته ننوځي او تلاشي کوي.

هغه وویل: "د تیرو دریو ورځو راهیسې د طالبانو یوه قطعه زمونږ په سیمه کې حضور لري او د ورځې له خوا کورونه تلاشي کوي. اکثره سړي دي او د تلاشۍ پر مهال ورسره ښځینه پولیسې نشته دی".

د کابل ښار د خیرخانې مینې په ۳۱۵ سیمه کې یو بل اوسیدونکي چې د نوم د اخیستلو څخه یې ډډه وکړه امریکا غږ ته وویل چې که څه هم د کورونو د تلاشۍ پر مهال د طالبانو د وسله والو چلند د تیر ځل په پرتله نرم او ښه دی، خو هغوی د کورنیو د اجازې پرته کورونو ته ننوځي او د هغوی خصوصي حریم تر پښو لاندې کوي.

هغه وویل چې د تلاشۍ پر مهال د طالبانو ډیر وسله والو کورونو ته ننوځي او په ځینو وختونو کې د کورنیو وسایل هم ویجاړوي. د دغه اوسیدونکي په وینا که چیرې کوم څوک د طالبانو د وسله والو په حضور او د ښځینه پولیسې په نشتون باندې اعتراض وکړي د هغوی له خوا ګواښل کیږي او حتی چې وهل ټکول کیږي.

په کابل کې د طالبانو له خوا د کور په کور تلاشۍ د بهیر بیا پیلیدل وروسته له هغې پیل شوی چې په دې وروستیو ورځو کې په کابل کې امنیتي پیښې زیاتې شوي چې د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو د ادعاو پراساس په کې طالبانو ته تلفات هم رسیدلي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفو وسله والې ډلې ادعا کړې چې د کابل هوايي ډګر باندې یې د توغندیو برید کړی چې په پایله کې یې طالبانو ته تلفات هم رسیدلي دي.

دغه جبهه ادعا کوي چې د کابل په ښار کې کور په کور تلاشي هم د کابل پر هوايي ډګر باندې د توغندیو د برید سره تړاو لري. دغې جبهې ویلي: "ددغو بریالیو عملیاتو وروسته ... د طالبانو ډلې د کابل ښار په ځینو برخو کې کور په کور تلاشي اخیستل پیل کړي دي او د ملکي وګړو زورولو ته یې مخه کړې ده".

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دمخه یې ویلي و چې د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره یې اقدامات ترسره کړي دي.

د طالبانو له خوا د کابل ښار په ځینو برخو کې کور په کور تلاشي په داسې حال کې یو ځل بیا پیل شوې چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې اعلان کړی وو چې د سړي تښتونې، غلاګانو او نورو جرمونو د مخنیوي لپاره یې د کابل ښار په ځینو برخو کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

طالبانو ویلي و ددې لپاره چې د تلاشۍ بهیر اوږد نشي ټول هغه کسان چې "وسلې، دولتي موټرې او غیرقانوني توکي" لري د هغوی کورونو ته د تلاشۍ د ډلو د رسیدلو وړاندې دې په داوطلبانه ډول طالبانو ته وسپاري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG