د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار او هلمند کې د کورونو تالاشۍ په مهال د طالبانو د چلند په اړه غبرګونونه


د طالبانو حکومت امنیتي ارګانونو تر کابل او نورو ولایتونو وروسته په کندهار او هلمند ولایتونو کې تصفیوي عملیات «د کورنو تلاشي» پيل کړې ده.

په کندهار ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو ویلي چې د کندهار ښار حوزو او ولسوالیو کې یاد عملیات پرون دوشنبه سپټمبر ۱۹ (وږې ۲۸) پیل شوي چې اوس هم روان دي.

طالب چارواکو د یادو تصفیوي عملیاتو هدف د امنیت ټینګښت او له خلکو څخه د غیر قانوني وسلو او مهماتو راټولول بللي دي. د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د معلوماتو په اساس د کورنو تلاشۍ په عملیاتو کې ښځینه پولیسې هم ګډون لري چې په خبره خلکو ورڅخه خوښ ښودلې ده.

خو د کندهار ښار یوه اوسېدونکي د امنیتي ستونزو له امله دنوم نه خپرېدو په شرط له امریکا غږ سره خبرو کې د تلاشۍ پر مهال د طالب سرتیرو له سخت چلند څخه شکایت وکړ.

نوموړي زیاته کړه: "په کندهار کي کور په کور او اطاق په اطاق تلاشي یو ډول لویه بې باوري ده. ددې پرځای چي دطالبانو حکومت د خلکو زړه په لاس راوړي دوی خلک ازاروي. له تېرو دوو ورځو راهسي دغسي سخته تلاشي، په دغسي ډول چي انساني ارزښتونه او کرامت پکي په نظر کي نه نیول کیږي نه ښایېدل."

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکي بیا په دغه ولایت کې د کورنو تلاشۍ په اړه خوښي ښودلې، خو وايي د تلاشۍ اړوند کسانو سره باید د ښځینه پولیسو ترڅنګ اړوند کسان د پولیسو ځانګړی یونیفورم او کارت ولري تر څو د هغوی او فرصت طلبه کسانو (غلو) ترمنځ توپیر وشي.

د هغه په وینا په زیاتو سیمو کې طالب سرتیري په شخصي کالیو کې له ښځینه پولیسو پرته د خلکو کورنو ته د تلاشۍ لپاره ورغلي دي.

په هلمند کې د تلاشۍ پرمهال د دوو ښځو وژل کېدل

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکو هم پر ټولنیزو څرګندونو کې په دغه ولایت کې د تلاشۍ پرمهال د طالب سرتیرو د سخت چلند په اړه ناخوښي ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند کې د طالب سرتیرو لخوا د تصفیې عملیاتو «کورنو تلاشۍ» پرمهال د دوو مېرمنو د وژل کېدو او درې تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

په هلمند کې د ځايي طالب چارواکو له قوله دغه پېښه وړمه ورځ د دغه ولایت د بست کلا سیمه کې د کورنو تلاشۍ پر مهال د «سوء تفاهم او لفظي شخړې» وروسته د ډزو له امله رامنځته شوې ده.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې د ډزو له امله دوې ښځې وژل شوي او یوه بله ښځه دوه نارینه ټپيان شوي دي.

د یاد ریاست د معلوماتو په اساس د هلمند ولایت لپاره د طالبانو والي تېره ورځ د دغه پیښې د قربانیانو له کورنیو سره لیدنه کې هغوی ته په دې اړه د څېړنو ډاډ ورکړی دی.

هغه د تلاشۍ له مسؤلینو څخه غوښتي چې د خلکو دکورنو تلاشۍ پرمهال له احتیاط څخه کار واخلي او پر خلکو یې هم غږ کړئ چې له دوی سره د تلاشۍ پرمهال همکاري وکړي.

طالبانو د حکومت د لومړي ځل لپاره په تېره فبروري میاشت کې د کابل په ځینو برخو کې د کورونو تلاشي پیل کړې چې د طالبانو د چارواکو د وینا له مخې هدف یې د غلو، اختطافګرو او نورو مجرمینو نیول او له منځه وړل و.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال ویلي و " هدف د غلو، اختطافګرو، شریرو عناصرو او نورو مجرمینو نیول او له منځه وړل دی ،چې د امنیتي ځواکونو له خوا له وړاندې کشف او څارل شوي دي".

په تیرو شپږو میاشتو کې چې طالبانو افغانستان کې واک ترلاسه کړی دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونه په کابل او د دغه ولایت شاوخوا ولایتونو کې دا ډول عملیات ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG