د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسف وایي په افغانستان کې ۲۳.۲ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري، ۲.۸ میلیونه راستنېدونکي کډوال دي او ۲.۲ میلیونه نجونې هم له زده کړو بې برخې دي. دا د یونسف د ادارې له خوا د ۲۰۲۵ کال لپاره د کلني راپور یوه برخه ده.
یونیسف د خپل ۲۰۲۵ کال په راپور کې په افغانستان کې د ماشومانو او کورنیو لپاره د مهمو پرمختګونو خبر ورکوي، او په ورته وخت کې خبرداری ورکوي چې یو شمېر ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي.
په راپور کې راغلي چې له ۲۰ میلیونو څخه زیات خلک، چې پکې ۵.۶ میلیونه ماشومان شامل دي، لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی موندلی دی.
همدارنګه، ۱۰ میلیونه ماشومانو او میندو حیاتي تغذیوي خدمات ترلاسه کړي، او ۴ میلیونه ماشومانو ته د زده کړو مواد رسېدلي دي. سربېره پر دې، ۲.۷ میلیونه کسان د پاکو اوبو او حفظ الصحې له خدمتونو څخه برخمن شوي دي.
یونیسف د خپلو شریکانو د ملاتړ او د افغانستان د خلکو د زغم ستاینه کړې او دا لاسته راوړنې یې د دغه هېواد د ماشومانو د مقاومت او پیاوړتیا نښه بللې ده.
خو د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسف وایي د زده کړو سکتور له جدي ستونزو سره مخ دی، چې پکې د زده کړې کمزوری کیفیت، د سواد ټیټه کچه او له ښوونځي بهر د ماشومانو زیات شمېر پکې شامل دي.
دا نړیوال بنسټ زیاتوي چې په افغانستان کې اقتصادي راتلونکی لا هم له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی، په داسې حال کې چې بې وزلي دوامداره ستونزه ده.
فورم \ دبحث خونه