د لاس رسي وړ اتصالات

د اسامه بن لادن د وژنې معلوماتي نندارتون پرانستل کیږي


د ۹/۱۱ په بریدونو کې تقریبآ دری زره کسان مړه شوي وو.

پدې نندارتون کې د هغه مجلله کور انځورونه شته چې بن لادن پکې پټ و او د بارک اوباما داسی ویډیوګانې پکې شته چې د بن لادن د نیولو یا وژلو د عملیاتو په قوماندې ورکولو کې د زړه نا زړه توب په حال کې ښکاري.

دا نندارتون "افشا: د بن لادن لټون" په نوم د جمعې په ورځ (نومبر۱۵) د نیویارک په ښار کې د سیپتمبر د یوولسمې بریدونو په موزیم کې پرانستل کیږي. پدې کې نندارتون کې د امریکا په تاریخ کې د یوازني مرګوني برید د اصلي طراح د لس کلن لټون مهمې پیښې او شیبې انځوریږي.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ می په ۲ د ایبټ اباد په یو مجلل کور کې ووژل شو.
اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ می په ۲ د ایبټ اباد په یو مجلل کور کې ووژل شو.

د سیپتمبر د یوولسمې موزیم عمومي رئیسې آلیس ګرینوالد د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي چې دا نندارتون داسی دی لکه تاریخ چې دی مخې ته پروت وي. د آلیس په وینا د بن لادن لاس کاله تعقیب په اړه په جزیاتو معلومات راغونډ شوي او دا چې د هغو خلکو لخوا په بن لادن څنګه حمله وشوه چې همالته وو.

د ۲۰۱۱ کال د می میاشتې د لمړۍ او دوېیمې نیټې ترمنځ د امریکا د استخباراتو په لارښوونه د کمانډو قطعې نظامي اقدام پیل کړ او اسامه بن لادن يي پکې وواژه. بن لادن په ۲۰۰۱ سیپتمبر حملو کې تقریبآ دری زره خلک ووژل او په نیویارک کې يي جوړه د نړۍ دنګ ټاورونه ونړول.

بن لادن په ۲۰۰۱ سیپتمبر حملو کې تقریبآ دری زره خلک ووژل.
بن لادن په ۲۰۰۱ سیپتمبر حملو کې تقریبآ دری زره خلک ووژل.

دا نندارتون چې د ۲۰۲۱ کال د می میاشتې پورې به پرانستې وي، د امریکا او پاکستاني استخباراتو ترمنځ د همکارۍ په څیر خاص څه نلري. خو څه ناڅه شپیته داسی توکي شته چې د ایبټ آباد ښار په یو مجلل کور کې د موندل شویو اسنادو، لسګونو عکسونو او ویدیوګانو ترڅنګ، سیلانیان کولی شي د استخباراتي ادارو هغه هڅې هم وګوري چې څنګه يي د القاعدې شبکې مشر موندلی.

په نوي نندارتون کې د اوباما داسی ویډیوګانې هم شته چې د اسامه د نیولو یا وژلو په قوماندې ورکولو کې زړه نازړه ښکاري.
په نوي نندارتون کې د اوباما داسی ویډیوګانې هم شته چې د اسامه د نیولو یا وژلو په قوماندې ورکولو کې زړه نازړه ښکاري.

پدې موادو کې د لټون او تعقیب هغه وخت هم تشریح شوی چې اسامه بن لادن د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د أفغانستان د غرنۍ سیمې، تورې بورې، نه څنګه تښتي، بیا يي د قاصد ابو احمد الکویټي پیژندنه او په ۲۰۱۰ کال کې د هغې جیب موټر موندل کیږي.

اسامه بن لادن د اسلام اباد نه ۸۰ کیلومتره لری په دغه کور کې اوسیدو.
اسامه بن لادن د اسلام اباد نه ۸۰ کیلومتره لری په دغه کور کې اوسیدو.

د الکویټي تعقیب بلاخره ددی سبب کیږي چې امریکايي کشفي مامورین د پوځي اډو ښار، ایبټ آباد، د اسلام اباد نه اتیاکیلومتره لری په یو مجلل کور کې یو رازداده شخص د کوردننه هره ورځ لکه بندي، قدم وهي.

د ډیرو امریکایانو دپاره ددی نندارتون لیدل په یوډول د هغه شیبې بیا تازه کیدل دي چې د اوږدې مودې راهیسې د انصاف ترلاسه کولو په تمه وو او بلاخره د ۲۰۱۱ کال د می میاشتې په لمړۍ د شپې ناوخته د امریکا جمهور رئیس د بن لادن د وژلو خبر اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG