د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د داعش نوی مشر هم له امریکا نه نشي پټېدای


ولسمشر ټرمپ په نیویارک کې د پخوانیو سرتیرو د ورځې د لمانځلو عسکرو ته د وینا په مهال
ولسمشر ټرمپ په نیویارک کې د پخوانیو سرتیرو د ورځې د لمانځلو عسکرو ته د وینا په مهال

ولسمشر دونالډ ټرمپ د داعش د نوي مشر په اړه ویلي دي چې امریکا هغه څاري او له امریکا نه نشي پټېدای.

ولسمشر ټرمپ د متحدو ایالتونو د متقاعدو عسکرو د ورځې د لمانځنې مراسمو کې دا خبره وکړه.

نوموړي ویلي دي چې معمولا په دغه ورځ واشنگټن ته څیرمه د ارلنگټن په هدیرې کې وینا کوي سږ کال په نیویارک کې د پوځیانو د رسم گذشت د کلني مراسمو د پیل نه مخکې وینا وکړه.

ولسمشر ټرمپ په نیویارک کې په خپله وینا کې وویل چې د داعش د ډلې د مشر البغدادي د وژل کیدو نه وروسته د دغې ډلې غړي ویریدلي او په تیښته دي.

هغه زیاته کړه: "یو څو اونۍ مخکې د امریکا خاصو قواوو د اسلامي دولت په یو مرکز برید وکړ او د نړۍ تر ټولو لوی ترهگر یې ختم کړ."

ولسمشر ټرمپ د امریکایي عسکرو نه مننه وکړه او زیاته یې کړه: "د امریکایي ځواکونو څخه مننه، البغدادي وژل شوی. د هغه ځای ناستی وژل شوی. او د اسلامي دولت د ډلې دوهم مشر مو د څار د لاندی دی."

د البغدادي د وژل کیدو نه یوه ورځ وروسته د داعش ډلې ویاند ابو حسن مهاجر هم ووژل شو. داعش ابو ابراهیم هاشمي ددې ډلې د نوي مشر په توگه معرفي کړ.

په ټرمپ د هغې نه وروسته سختې نیوکې وشوې چې د سوریې نه یې د امریکایي عسکرو د ایستلو امر وکړ. په انتقاد کوونکو کې د هغه د گوند ځینې غړي هم شامل وو چې وایي د عسکرو د ایستلو سره به داعش بیا فعال شي او ترکیه به په سوریې کې د کردانو ضد عملیات وکړي.

ولسمشر ټرمپ د هغه نه وروسته چې د سوریې نه د ټولو عسکرو د ایستلو په پریکړې د سختو نیوکو سره مخ شو، اعلان وکړ چې ځینې عسکر به هلته د تیلو د زیرمو د حفاظت لپاره پاتي شي.

XS
SM
MD
LG