د لاس رسي وړ اتصالات

ریچارډ بنیټ: په خپلسر د مطیع‌الله ویسا نیول او بند کې ساتل هیڅ توجیه نلري


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ د طالبانو په بند کې د " قلم د لار" د ټولنې د مشر او د نجونو د زده کړو فعال مطیع‌الله ویسا ساتل په خپلسر ګڼلي او ویلي دي، چې په بند کې د هغه ساتل هیڅ توجیه نلري.

ریچارډ بینټ د سه شنبې په ورځ جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۷) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د طالبانو په بند کې پرته د کوم تور د هغه د ساتلو څخه لږترلږه ۱۱۴ ورځې تیرې شوي دي.

ښاغلي بینټ ویلي: "د قلم د لار د ټولنې موسس مطیع الله ویسا په توقیف کې د کوم تور پرته په پرله پسې ډول لږترلږه د ۱۱۴ ورځو لپاره پاتې کیدل خپلسر اقدام او هیڅ توجیه نلري. هغه وکیل ته د لاس رسي او د خپلې کورنۍ سره د ملاقات حق لرلی شي. زه یو ځل بیا په عاجل ډول او پرته د قید او شرط څخه د هغه د خوشې کیدو غوښتنه کوم".

ددې دمخه د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د دوشنبې په ورځ د جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۶) په یو راپور کې افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې وه او ویلي و، چې ښاغلی ویسا په کابل کې د طالبانو د استخباراتو ریاست په زندان کې په ناڅرګند تور بندي دی.

مطیع الله ویسا د روان ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې په ۲۷ کله چې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د خوشال خان مینه کې له جومات څخه د خپل کور په لور روان و د طالبانو د استخباراتو د کارکوونکو له خوا ونیول شو.

د مطیع الله ویسا کورنۍ وايي، چې د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه اندیښنه لري او د نیولو وروسته د هغه سره هیڅ ډول اړیکې نلري.

د طالبانو حکومت د مطیع الله ویسا د خوشې کیدو لپاره تراوسه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته لا ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ سره په مرکه کې د مطیع الله ویسا د نیولو دلیل د نظام پر خلاف د هغه فعالیتونه ښودلي و.

ښاغلي مجاهد ویلي و: "د ویسا په نوم یو څوک په خپلسر اقدامات کول، پرته له دې، چې نظام خبر کړي پټې او څرګندې غونډې یې کولې. بهر سره یې اړیکې لرلې او د بهر څخه یې هدایات ترلاسه کول".

مطیع الله ویسا یوازې مدني فعال نه دی، چې د طالبانو د استخباراتو په بند کې پروت دی.

د پوهنتون یو استاد رسول پارسي، مدني فعالان حمزه الفت او شمس الرحمان رحیق، افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي، شاعر او لیکول حسیب احراري او لسګونه نور فعالان هم د طالبانو په توقیف ځایونو کې پرته د کوم څرګند دلیل ورځې شپې تیروي.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د دوشنبې د ورځې په راپور کې ویلي، چې اوس مهال د طالبانو په زندانونو کې شاوخوا ۱۵ زره بندیان پراته دي، چې د زندان ساتوونکي په دومره شمیر بندیانو ته د خوړو د برابرولو په برخه کې د ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG