د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه او بشري حقونو سازمان: طالبانو د مدني فعالانو ځپل زیات کړي


د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ دفتر او د بشري حقونو نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له خوا د مدني فعالانو د ځپنې د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ د هغو مدني فعالانو نیولو ته په اشارې، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره غږ اوچتوي ویلي، چې د نوي کال له پیل راهیسې د مدني ټولنې څو فعالان او خبریالان د تعلیم او کار په ګډون د ژوند په ډیرو برخو کې پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا د لګیدلو محدودیتونو پر وړاندې د مخالفت له امله نیول شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ ویاند جرمي لارنس، د چهارشنبې د ورځې ناوخته مارچ ۲۹ (حمل نهم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې هیڅوک باید د خپلو او نورو د اساسي حقونوڅخه د دفاع په خاطر ونه نیول شي او بندي نشي.

ښاغلي جرمي ویلي" د نظر د بیان د ازادۍ په څیر د اساسي حقونو د مشروع عملي کولو لپاره د مجازاتو په توګه نیول او په بند کې اچول د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو له مخې یو خپلسر عمل دی."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ دا اعلامیه د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې له خوا د 'قلم د لارې' د ټولنې د بنسټ ایښودونکي او د نجونو د زده کړو د حقونو د یو فعال مطیع‌الله ویسا د نیولو وروسته خپره کړې ده.

د طالبانوامنیتي ځواکونو ښاغلی ویسا، د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (حمل اوم) د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د خوشال خان په سیمه کې د "ویس قرني" له جومات څخه د وتلو پر مهال نیولی او له ځان سره یې وړی دی.

د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ په یو نامعلوم ځای کې په بند کې د مطیع الله ویسا د ساتلو ځای ته په اشارې ویلي، چې د مدني ټولنې نور فعالان او خبریالان هم د ښاغلي ویسا په څیر د ورته وضعیت سره مخ و او د هغوی د نیولو او د ساتلو د ځای او هم پر وړاندې یې د لګیدلو تورونو په باب معلومات موجود نه و.

ښاغلي جرمي ویلي: "د بندیانو بشري حقونه باید رعایت شي، په ځانګړي ډ‌ول د نیولو پر مهال د نیولو د علت په اړه له معلوماتو څخه د خبرتیا حق، په فوري ډول د هغوی پر وړاندې دهر ډول تور د اطلاع ورکولو حق او همدارنګه خپلې کورنۍ سره د اړیکو نیولو حق باید ولري".

جرمي لارنس ویلي، چې افغانستان د نړیوالو بشري حقونو د معاهدو یو طرف دی، چې له همدې امله د هغه په خبره د طالبانو مشران مکلف دي، چې د بیان د ازادۍ حق، د نظر او فکر د بیانولو حق او سوله ییزو غونډو جوړولو حق ته درناوی وکړي او خوندي یې کړي او هم زده کړو او کار ته د لاس رسي زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو نړیوال سازمان (HRW) په افغانستان کې د طالبانو له خوا مخ په زیاتیدونکي ډول د مدني ټولنې د فعالانو ځپلو په اړه په یو راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت په دغه هیواد کې د مدني ټولنې د فعالانو ځپلو لپاره اقدامات پراخه کړي دي او په دې وروستیو کې د پوهنې څخه د ملاتړ فعالان، خبریالان او بلاګ لیکونکي د دغې ډلې تر هدف لاندې راغلي دي.

ددغه سازمان د جنوبي اسیا لپاره یوې څیړونکې فرشتې عباسي د مطیع الله ویسا او د هرات د پوهنتون یو استاد رسول عبدي پارسي نیولو ته په اشارې ویلي، چې طالبانو په تیر یو کال کې په ټول افغانستان کې په لسګونه مدني فعالان او د ښځو د حقونو فعالان نیولي دي.

فرشتې عباسي د ښاغلي پارسي د نیولو علت د خپل فیسبوک په پاڼه انتقادي پوستونو خپرول ښودلي دي.

میرمن عباسي ویلي دي: " طالب چارواکي په دې اړه، چې ددغو نیونو اساس او یا هم کله به نیول شوي کسان محکمې ته حاضر شي ډیر کم معلومات ورکوي. حتی دا هم معلومه نه ده، چې طالبان ددغسې کسانو د نیولو پر مهال د کومو قوانینو او کړنلارو څخه کار اخلي".

د بشري حقونو د نړیوال سازمان د څیړونکې د وینا پر اساس هغه کسان، چې د طالبانو سره په بند کې دي وکیل ته لاس رسی نلري او په ډیرو مواردو کې د هغوی د کورنیو غړو ته هم ورسره د کتنې او ملاقات اجازه نه ورکول کیږي".

خبریال مرتضی بهبودي ناڅرګند برخلیک

د افغان الاصله فرانسوي مرتضی بهبودي میرمن الکساندرا د بشري حقونو نړیوال سازمان ته ویلي، چې له دریو میاشتو زیاته موده وشوه، چې د خپل میړه سره یې خبرې نه دي کړي.

د الکساندرا د وینا له مخې مرتضی بهبودي یو عکاس، خبریال او د بیان د ازادۍ یو ملاتړ دی او هغه ددې وړ نه دی، چې په بند کې وساتل شي.

د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د معلوماتو پر اساس ښاغلی بهبودي د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په پنځمه کابل ته تللی و او غوښتل يې، چې کوم کار، چې خبریال یې کوي دې یې هم وکړي. خو دوه ورځې وروسته، چې د کار د جواز لپاره غوښتنلیک وړاندې کړ طالبانو دغه افغان الاصله فرانسوي خبریال ونیو او په زندان کې یې واچوه.

دا سازمان وايي، چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ په ۲۶ د طالبانو له خوا د ښاغلي بهبودي نیول تائید نکړه، خو ادعا یې وکړه، "هغه ښه دی او ورسره د ښه چلند څخه کار اخیستل شوی دی".

د بشري حقونو ددغه سازمان د راپور له مخې طالبانو د مرتضی بهبودي د نیولو لپاره هیڅ دلیل نه دی وړاندې کړی.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانود بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې پر ښځو او نجونو او رسنیو باندې مخ په زیاتیدونکي ډول محدویتونه لګولي دي، چې د طالبانو دا اقدامات د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د ملاتړو د سختو انتقادونو سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG