په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنیټ د 'ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې' په مناسبت د تاوتریخوالو څخه د ژغورل شویو کسانو د ملاتړ غوښتنه کړې.
بنیټ د پنجشنبې په ورځ نومبر۲۶ په ایکس پر ټولنیزې شبکې کې لیکلي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره د سږ کال نړیوال کمپاین د عدالت د ترلاسه کولو ، د تاوتریخوالي له ځپلو څخه په ملاتړ او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي د مرتکبینو لپاره د معافیت پای ته رسولو باندې متمرکز دی.
بنیټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې سره وویل چې دا مسایل هغوی ته تر بل هر وخته ډېر مهم دي.
هغه زیاته کړه چې د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړه دی او د جنسیت پر بنسټ له هر ډول تاوتریخوالي پرته د هغوی د آزاد ژوند ملاتړ کوي.
د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي پر وړاندې ۱۶ ورځنی کمپاین هر کال د نومبر په پنځه ویشتمه پیلیږي او د ډسمبر تر لسمې چې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده، دوام کوي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونسف) په خپله ایکس پانه لیکلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په حقونو، زده کړو، روغتیا او ساتنې کې پانګونه اړینه ده.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو نړیوالې مبارزې سره سم په زیاته کړې"د افغانستان له ښځو او نجونو سره ودریږئ."
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې پلاوي هم د پنجشنبې په ورځ د ایکس په یوه پیغام کې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د یووالي غوښتنه وکړه، ترڅو د دې بنسټ په وینا، هغوی وکولای شي له تاوتریخوالي څخه ازاد ژوند وکړي، زده کړې ترلاسه کړي، کار وکړي او خپله راتلونکې جوړه کړي.
فورم \ دبحث خونه