د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار ډله: پر سعودي دې د وسلو خرڅلاو سمدستي بند شي


د بشري حقونو د څار سازمان پر سعودي عربستان باندې د وسلو د خرڅولو د بندولو غږ کړی دی.

د بشري حقونو دغه سازمان وروسته له هغې پر سعودي عربستان باندې د هر ډول وسلو د خرڅلاو بندیدل غوښتي چې تیره میاشت په یمن کې د رپوټونو له مخې د سعودي الوتکو د ښوونځي د زده کوونکو پر یو بس باندې بمباري کړې وه د ۴٠ ماشومانو په گوډن ٥١ کسان په کې وژل شوي وو.

په هغه رپوټ کې چې په نیویارک کې میشت د بشري حقونو د څار سازمان د یکشنبې په ورځ (سپتمبر ٢) خپور کړی دغه برید یې "څرگند جنگي جنایت" گڼلی دی او ویلي یې دي چې دا کار د سعودي په مشرۍ ایتلاف له خوا "د یمن په ودونو، د جنازو په مراسمو، روغتونونو او ښوونځیو کې د ملکي وگړو د وحشیانه وژنو د موجود ریکارډ" یوه بله بیلگه ده.

د سعودي پر مشرۍ ایتلاف چې امریکا یې ملاتړ کوي د ٢٠١٥ کال د مارچ له میاشتې راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جنگیږي. دغه ایتلاف په یمن کې ابد ربو منصور هادي د حکومت ملاتړ کوي چې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوی او غواړي چې دغه حکومت بیرته په یمن کې واکمن شي.

د بشري حقونو د څار سازمان رپوټ یوه ورځ وروسته له هغې خپریږي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي د هغو پلټنو پایله مني چې وایي دغه برید په "سهوه" شوی دی.

دغې ایتلاف ویلي دي چې وروسته له هغې چې په رسمي توگه د پلټنو نتیجې ترلاسه کړي "د هغو کسانو په وړاندې به له ټولو قانوني اقداماتو نه کار واخلي چې ددغې سهوې کول پر ثابت شي". دوی دا ژمنه هم کړې چې د یمن د حکومت سره په هم آهنگۍ به زیانمن شویو ملکي وگړو ته تاوان ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د سعودي په مشرۍ ایتلاف د اعلامیې هر کلی وکړ او هغه یې "د شفافیت او ځواب ویلو په وړاندې یو مهم گام" وگاڼه.

خو د بشري حقونو د څار سازمان د ماشومانو د حقونو یو لوړپوړی څیړونکی بیل ون اسولد د امریکا د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو نه غوښتي چې پر سعودي عربستان باندې د وسلو خرڅول "سمدستي" بند کړي او په یمن کې د سرغړونو په اړه د ملگرو ملتونو د پلټنو ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG