د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن د حودئده هوایي ډگر د سعودي په مشرۍ ایتلاف ونیو


د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د شنبې په ورځ د یمن د یو بندري ښار حدیده هوایي ډگر ونیو.

یمني رسنیو د یمن د پوځي مقاماتو په وینا لیکلي دي چې د څلور ورځنیو هوایي او ځمکنیو عملیاتو وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن د عمده ساحلي ښار هوایي ډگر ونیو.

د بشري حقونو د څار سازمان یوه ورځ مخکې د ملگرو ملتونو د امنیت له شورا وغوښتل چې ټولو سیالو ډلو ته اعلان وکړي چې که هغوی خلکو ته د بشري مرستو د رسولو مخه ونیسي د ملگرو ملتونو د بندیزونو سره به مخامخ شي. اوس د یمن خلک د جگړو د دوام په وجه د قحطۍ سرحد ته رسیدلي دي.

د بشري حقونو د څارنې سازمان څخه سارا لی ویتسون، ویلي دي "د ایتلاف قواوی {د سعودي عربستان په مشرۍ} او حوثی یاغیان چې د حدیده د بیرته نیولو لپاره جگړه کوي د جگړې د قوانینو د مراعت کولو په اړوند وحشیانه سابقه لري."

محمد علی اکبر یو ټپي شوی کس وايي " زما لاس ټپي شوی خو یو شمیر بیا په سر لګیدلي او د ځینو خیټه او شا ټپي شوې ده. زه په ځمکه وغورځیدم او حرکت مې نشوای کولای. ټول وتښتیدل خو زما په ګډون ټپیان نشوای تښتیدلای. دلته مرسته نه کیږي او هیڅ څه نشته. "

د روغتیايی برخې مسولین وایي د مرګژوبلې په اړه اندیښنه ښي.

ډاکټر سمیع منصور د یوه روغتون د عاجلې برخې مسول وایي " نن ماښام د جمعې په ورځ موږ ته دولس ټپیان راوړل شول خو دوو خپل ژوند له لاسه ورکړل. امبولانسونه له ټپیانو سره د مرستې لپاره لیږل شوي دي. "

په حودئده سیمه کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د پرمختگ نه یوه ورځ مخکې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په جگړه کې له ښکیلو ډلو وغوښتل چې دغه بندر د بشري مرستو پرمخ ونه تړي، ځکه پدې ښار ٦٠٠ زره ملکي وگړي ژوند کوي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

دغه بندري ښار د یمن له نادارو او فقیرو سیمو څخه دی چې شاوخوا خپل ٩٠ فیصده اړتیاوی چې خواړه، سوند مواد او درمل په کې شامل دي له بهر نه واردوي. دغه سیمه د دوو کلونو راهیسې د یاغیانو په کنترول کې ده.

له دې سره سره چې حوثي یاغیان د نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دي، د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ادعا کوي چې حوثي یاغیان د همدې بندر له لارې وسلې او مهمات دننه یمن ته قاچاق کوي. خو حوثي یاغیان دغه ادعا ردوي.

حودئده ښار چې د یمن د مرکز سنعا ښار جنوب غرب په یوسلو پنځوس کیلومترۍ کې پروت دی او د حوثي اورپکو تر کنټرول لاندې دی.

په یمن کې جګړې د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسي د حوثي اورپکو او د سعودي عربستان په ملاتړ د یمني ځواکونو ترمنځ پیل شوې دي.

XS
SM
MD
LG