د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې د افغان ځواکونو پر یو مرکز موټر بم چاودنه شوې


د ملي اردو او پولیسو ګډ مرکز
د ملي اردو او پولیسو ګډ مرکز

نن سهار وختي په ارزګان ولايت کې د افغان ځواکونو پر يوه نظامي مرکز ځانمرګی موټر بم بريد شوی دی.

د ارزګان والي محمد عمر شيرزاد نن چهارشنبه فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۵) امریکا غږ ته وويل چي په پېښه کې ۴ تنه پوځیان وژل شوي دي.

دی زياته وي چي د ملي اردو او پوليسو ياد ګډ مرکز ته نوي سرتيري هم رسيدلي او د سقوط يې مخنيوی شوی.

شېرزاد وویل: "نن سهار وختي ۳ بجې د هيواد دښمنانو لخوا د ترينکوټ په چينارک سيمه کې د ګډو افغان ځواکونو پر مرکز ځانمرګی موټر بم بريد شوی چې دوه د پوځ سرتیري، یو پولیس او یو هم پاڅونوال سرتیری پکښي وژل شوی او درې نور سرتیري ټپیان شوي دي."

خو د ارزګان يو لوړ پوړي امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په پېښه کې ۷ سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

ارزګان له امنيتي پلوه يو نا ارامه ولايت بلل کيږي چي حکومتي قواوې تر ډېره د ښار په مرکزي برخو کې ځای پر ځای دي او له کندهار سره یې هم عمومي لار د ټرافیکو پر مخ تړلې.

سره له دې چي د ارزګان ولايتي مقامات د ننني ځانمرګي موټر بم مسؤل وسله وال طالبان ګڼي، خو خپله وسله والو طالبانو رسنیو ته په دې باب کومه تبصره نه ده کړې.

کابل کې ماین چاودنه

بلخوا د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، نن سهار د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په «تنګي تره خېل» سیمه کې ماین چاودنې یو پولیس وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د کابل د چاودنې مسؤلیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG