د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې د توغندیو په برید کې ۶ تنه وژل شوي


د برید ملامتي د سوریې په کردي وسله والو اچول شوې.
د برید ملامتي د سوریې په کردي وسله والو اچول شوې.

په سوریه کې د ژغورنې او جګړې د څار ډلې وایي د دې هیواد په شمالي برخه کې د توغندیو په برید کې لږ تر لږه ۶ عام خلک وژل شوي او د لسو نه ډیر ټپي شويدي.

برید د سوریې د عفرین په ښارګوټي شوی چې کنټرول یې د هغو جنګالیو په لاس کې دی چې ترکیه یې تر شا ولاړه ده او ملامتي یې په کردي جنګیالیو اچول شوې.

د ترکیې پوځ د عفرین په ښارګوټي په ۲۰۱۸ کال کې نظامي عملیات وکړل او د سیمې نه یې د زرګونو کردي اوسیدونکو تر څنګ کردي وسله وال هم وشړل. دا سیمه د هماغې نیټې راپدیخوا د ترکیې او هغو وسله والو په لاس کې ده چې دا هیواد یې ملاتړ کوي خو وخت ناوخته کردي ځواکونه پدې سیمه کې بریدونه کوي.

ترکیه کردي ځواکونه د دې هیواد په سرحدي سیمو کې ډیرې سیمې په کنټرول کې لري، ترهګر بولي ځکه چې په ترکیه کې دننه د کردي ډلو سره ملګرتیا لري.

د ترکیې پوځ د دې وسله والو ایستلو لپاره درې ځله په سوریه کې دننه نظامي عملیات وکړل.

د سپینو خولیو ډله چې د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې ملکي دفاعي ډله ده وایي چې د توغندیو په برید کې د استوګنې په یوې سیمې کې اور هم بل شوی چې ددې ډلې غړیو مړ کړی.

په ویډیوګانو کې چې دې ډلې خپرې کړي، ښودل کیږي چې رضاکاران د کورونو څخه د یو شمیر کسانو مړي راباسي.

په همدې حال کې د سوریې د بشري حقونو څار اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی ویلي چې په برید کې په شپږو وژل شویو کسانو کې ۲ یې ماشومان دي. دې ډلې ویلي چې په برید کې ۳۰ تنه ټپي شوي هم دي.

کردي ملیشې په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د امریکایي ځواکونو ملګرتیا کوله خو کله چې داعش په سوریې او عراق کې ماتې وخوړله، کردي ملیشو د سوریې په شمال ختیځ کې نیمه خودمختاره سیمه جوړه کړې چې ډیر لږ شمیر امریکایي ځواکونه هم پکې دیره دي.

XS
SM
MD
LG